د خوراک نړیوال سازمان یا ورلډ فوډ پروګرام وايي، په یمن کې د لوږې بحران ورځ په ورځ پسې زیاتېږي او په دې هېواد کې شاوخوا اته میلینه خلک له خوراک له نېستۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوراک اداره وایي، د شاوخوا درې کلنې جګړې له کبله د یمن حالات زیات خراب شوي، چې وایي د دې هېواد اقتصادي او روغتیایي حالت یې له تباهۍ سره مخامخ کړی دی او حالت دې ته رسېدلی چې په دې هېواد کې یې تر ټولې نړۍ زیات د لوږې بحران پیدا کړی دی.
د ډبلیو ایف پي ویاند هرو ورهوسیل وایي، که په یمن کې د خوراک د کمي حالت همداسې دوام وکړي نو کېدای شي په دې هېواد کې نور ۳۵ لکه خلک هم د ورځني ژوند خوراک ته اړتیا ولري. ښاغلی ورهوسیل وایي:
"له تېر جون میاشتې راهیسې له حُدیده ښاره شاوخوا 570,000 خلک کډه شوي دي، د یمني ریال ارزښت کم شوی او په یوه کال کې د خوراکي شیانو بیې درې ځله پورته شوې دي. که حالت بدل نه شي نو ۳.۵ میلینه نور خلک به- چې ټول به ۱۲ میلینه ته نیژدې شي- پرله پسې خوراکي مرستو ته اړتیا ولري چې د لوږې له کاختۍ را ووځي".
هرو ورهوسل وایي د خوراک نړیوال سازمان له تېر ۲۰۱۷م کال راهیسې په یمن کې د وروستیو شخړو په نتیجه کې د پېښ شوي بحران له کبله له خلکو سره ۲۵ فیصده مرستې زیاتې کړې دي. وایي پر امنیتي ستونځو، پرله پسې بریدونو او خلکو ته په ګرانه له رسېدو سره سره یې پر ۸ میلینه خلکو خوراکي مرستې وېشلې دي.
د خوراک د نړیوالې ادارې ویاند زیاتوي چې ګڼ شمېر بېړۍ لا هم پر لارې دي، خو وایي 51,000 ټنه هغه غله دانه هم بنده پاته ده، چې په سره سمندر کې یې د بېړیو په ګودامونو کې زېرمه کړې ده. وایي که دغه غله هم یمن ته لاره پیدا کړي نو دا هم د یوې میاشتې لپاره له ۳.۷ میلینه (۳۷ لکه) خلکو سره مرسته کولای شي.
په داسې حال کې چې د خوراک نړیوال سازمان د یمن په کاختۍ ځپلو سیمو کې پرله پسې خوراکي مرستې کوي، خو وایي ځینې داسې سیمې اوس هم شته چې لاسرسی ورته نه کېږي او هلته ټولو ماشومانو ته له اړتیا سره سم خوراک نه رسېږي او هغوی هره ورځ د خوارځواکۍ له کبله مړه کېږي.
د خوراک نړیواله اداره وایي د یمن د ټولې 28.25 میلینه ابادۍ په درو کې دوې برخې خلک یعنې اتلس میلینه خلک د خوراک د کمښت له کبله که د یو وخت ډوډۍ پیدا کړي، نو په دې نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.
ورلډ فوډ پروګرام خبرداری ورکوي چې دا خوراکي بحران نور هم زیاتېدای شي ځکه چې وایي د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد له هوثي یاغیانو څخه د حُدیده بندر د بیرته نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
ملګري ملتونه وایي، د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عرب په مشرۍ ګډ اتحاد چې د یمن د حکومت په ملاتړ پر هوثي یاغیرانو هوایي بمبارۍ پیل کړې، تر اوسه پورې شاوخوا 16,000 عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي چې وایي زیاتره یې ماشومان دي. وایي په دغو ټولو بریدونو کې تر ټولو خونړی هغه وو، چې په تېر اګست کې یو مسافر بس په نخښه کړ او د ۴۰ ماشومانو په ګډون یې ۵۰ تنه پکې و وژل.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یونیسیف وایي، په یمن کې شاوخوا څلور لکه ماشومان له زښته زیاتې خوارځواکۍ یا د خوراک له کمۍ سره مخ دي او څه کمه دوه میلینه یعنې شل لکه ماشومان له نسبتاً کمې خوارځواکۍ سره مخ دي.
یونیسیف وایي هلته هره ورځ ګڼ شمېر ماشومان د خوراکي توکو د کموالي او د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله مړه کېږي.
رپوټونه وایي د یمن په حُدیده ښار کې په تېرو څو اوونیو کې روانو جګړو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. ملګرو ملتونو د سعودي عرب په مشرۍ د ګڼو اسلامي هېوادونو له اتحاده غوښتي چې خپل هوايي بریدونه ودروي ځکه چې وایي د عامو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.