دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دپاکستان دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې پاکستان دافغان طالبانو ملاتړ کوي ، خو په پاکستان کې طالبان بې گناه خلک په نخښه کوي اؤ بايد ددې مخنيوي لپاره افغان طالبان په پاکستاني طالبانو خپل اثرورسوخ استعمال کړي.
يو شخصي ټي وي چينل سره دخبرو په مهال سرتاج عزيز وويل ددواړو هيوادونو طالبان خپل مينځ کې نزدې اړيکې اؤ يو رقم نظريه لري.
دهغه وينا وه پاکستان په افغانستان کې دامن دعمل ملاتړ کوي اؤ هيله کوي چې افغان طالبان به هم پاکستان کې ددغه شان عمل ملاتړ وکړي، خو پاکستان تر دې دمه افغان طالبانو سره دامن عمل کې دکردار ادا کولو په اړه تماس نۀ دى نيولى.
پاکستان تيره اوونۍ د٧ؤ بنديانو دخوشې کولو اؤپه روانه مياشت کې دافغان طالبانو دپخواني دوهم مشر ملا عبدالغني برادر دپريښودو اعلان کړى ؤ.