لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې خبريالانو دپاره ځانگړى ښـار جوړيږي


خو په عين حال کې دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل پخپل جاري کړي يو راپور کې څرګنده کړې وه چې پاکستان کې صحافيان دوژنو ، تشدد اؤ نورو ګواښونو سره مخ دي اؤ دخطرو ډک ژوند تيروي
خو په عين حال کې دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل پخپل جاري کړي يو راپور کې څرګنده کړې وه چې پاکستان کې صحافيان دوژنو ، تشدد اؤ نورو ګواښونو سره مخ دي اؤ دخطرو ډک ژوند تيروي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک وائي ميډيا په هر دور کې دامريت په ضد دجمهوريت مټې پياوړې کړي اؤ دستونزو په رابرڅيره کولو کې يې خپل مهم کردار لوبولى ځکه نو دهغه حکومت به دميډيا دغه کردار ته ددرناوي کولو په توګه په پيښور کې دخبريالانو داستوګنې يو ځانګړى ښارجوړوي.
خو په عين حال کې دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل پخپل جاري کړي يو راپور کې څرګنده کړې وه چې پاکستان کې صحافيان دوژنو ، تشدد اؤ نورو ګواښونو سره مخ دي اؤ دخطرو ډک ژوند تيروي.
ايمنسټي انټرنيشنل دا هم وئيلي دي چې صحافيان دغه خطرې داستخباراتي ادارو ، سياسي ډلو ، طالبانو اؤ نورو وسلو څخه پيښې دي.
وزيراعلي پرويز خټک تيره ورځ دپيښور پريس کلب اؤ خيبريونين اف جرنلسټس مشرانو ته دسوګند ورکولو دستورې ته دخپلې وينا په مهال اعلان وکړو چې دانصاف ميډيا سټي په نوم به پيښور کې دخبريالانو داستوګنې په يوه لويه منصوبه کار شروع کولى شي اؤ ددغه منصوبې دپاره به په راتلونکي بجټ کې پنګې بيلوي.
وزيراعلي وويل هغه ددغه ميډيا سټي دپاره دځمکې خوښولو کار خبريالانو ته پريښى اؤ اړونده چارواکو ته يې امر وکړو چې ديوې مياشتې دننه دصحافيانو په خوښه دميډيا سټي دقيام دپاره ټولې لارې هوارې کړي.
دپيښور صحافيانو دوزيراعلي پرويز خټک څخه له دې وړاندې غوښتنه کړې وه چې ددوبئ، مليشياء اؤ ځينو نورو اروپائي هيوادونو په شان پيښور هم دميډيا يو ځانګړى ښار ولري، چې په هغې کې دې نۀ يواځې پريس کلب، دخبري ادارو دفترونه ، کنونشن هال، ميډيا سکول اؤ کالج وي بلکې ديو مکمل ښار په ټولو اسانو دې مزئين وي.
وزيراعلي دصحافيانو ددغه تجويز سره اتفاق کړى ؤ اؤ دنهې په ورځ يې پخپله وينا کې دغه منصوبې ته دعملي جامې اغوستو اعلان وکړو.
په دغه مهال پرويز خټک پيښور پريس کلب اؤ خيبريونين اف جرنلسټس ته دپنځوسو، پنځوسو لکو روپو اؤ جرنلسټس ويلفئير فاؤنډيشن ته دلسو لکو روپو دګرانټ ورکولو ترڅنګ دا اعلان هم وکړو چې دپيښور موجوده پريس کلب ته به داسان رسد دپاره په څو مياشتو کې دننه داوؤ کروړو روپو په لګښت يو ښکلى سړک جوړولى شي.
هغه وويل حکومت يې دزړۀ دتله دميډيا تنقيد برداشت کوي ، خو هيله لري چې په صوبه کې دتحريک انصاف حکومت کوم ښه کارونه کوي ، بايد هغه هم نړۍ ته وښائي.
دتحريک انصاف حکومت چې په اقتدار کې دراتللو څخه دمخه يې اولس سره وعده کړې وه چې ددريوؤ مياشتو ددننه به دصوبې اولس ته واضحه بدلون ښائي ، دا مهال په ميډيا کې دسختو نيوکو لاندې دى اؤ که چرته دتحريک انصاف حکومت پخپله دغه وعده کې پاتې ګڼي نو هلته په صوبه کې دصحافيانو په ضد دترهه ګريزو پيښو په سيوا کيدو هم انديښنې څرګندوي اؤ موجوده حکومت صحافيانو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه بلي.
ايمنسټي انټرنيشنل هم دشورو په ورځ پخپل راپور کې وئيلي وؤ چې پاکستان کې دکال ٢٠٠٨م څخه نيولې تر دې مهاله دصحافتي ذمه وارو ترسره کولو په مهال ٣٤ خبريالانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى اؤ په دې کې تر اوسه يواځې ديو خبريال ولي بابر په وژنه کې ککړ کسان دعدالت لخوا په سزا رسول شوي دي.
په دغه راپور کې هاغه خبرې هم په ګوته کړل شوي چې څنګه انتظاميه دصحافت دڅانګې سره دتړلو کسانو په ضد دانساني حقونو دخلاف ورزۍ په اودرولو کې ناکامه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG