لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې دافغان سولې عمل دپاره د تيارۍ خبرې پېل شوي


اسلام اباد کې د اسيازړه کانفرنس په مهال د پاکستان او افغانستان خارجه وزيرانو ليدلي او د سولې دخبرو بيرته په بحالۍ يې خبرې کړې وې .
اسلام اباد کې د اسيازړه کانفرنس په مهال د پاکستان او افغانستان خارجه وزيرانو ليدلي او د سولې دخبرو بيرته په بحالۍ يې خبرې کړې وې .

د پاکستان په کوربه توب پلازمينه اسلام اباد کې نن د ګل په ورځ د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې يوه غونډه شوې چې پکې د پاکستان، افغانستان، امريکا او د چين استازو ګډون کړی .

د پاکستان وزيراعظم سرتاج د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز د غونډې د پرانستې په مهال طالبانو سره د امن خبرو د تګ لارې په اړه وينا کړې ده .

سرتاج عزيز وئيلي د روغې جوړې د خبرو بنيادي مقصد دا دی چې داسې حالات جوړ کړی شي چې طالبان د خبرو مېز ته راشي، او هغويې ته داسې پېشکش وشي او اماده کړی شي چې د تشدد لار پرېږدي کومه چې هغويې د خپلو سياسي ګټو دپاره کاروي .

د څلورو واړو ملکونود استازو ترمنځ د دغه غونډې مقصد طالبانو سره د خبرو دپاره تګ لاره جوړول دي .

سرتاج عزيز د خبرو د عمل نه وړاندې د شرطونو وړاندې کولو اهيمت په ډاګه کړی او وئيلي يي دي " زما په خيال داسې کول به د تاوان سبب ګرځي " .

نوموړي وئيلي د طالبانو ټولو ګروپونو ته د خبرو وړانديز کول ، اود هغويې لخوا د ځواب نه وړاندې د هغويې په ضد د پوځي عملياتو دړکه ورکول کومه ګټه نه لري .

سرتاج عزيز وئيلي" هغه ډلې چې خبرو ته تياريږي او هغه چې خبرو ته نه کښېني د دويې ترمنځ فرق او د دويې سره د کوم عمل کولو په اړه به پرېکړه هغه وخت کيږي چې کله د دويې دخبرو مېز ته د راوستلو پوره هڅې وشي" .

نوموړي د سولې د خبرو د راهنمائۍ په لړ کې څلور تجويزونه وړاندې کړي دي .

ـ د روغې خبرو ته داسې حالات پېدا کول پکار دي چې طالبان د خبروعمل ته راشي او د سياسي ګټو دپاره کارؤنکي وسله وال عمليات پرېږدي .
ـ طالبانو سره نېغ په نېغه د خبرو دپاره د لارې هوارولو په لړ کې مناسب ګامونه اخيستل پکار دي .
ـ د اعتماد سازۍ دپاره داسې ګامونه اخيستل پکار دي چې د طالبانو ټولې ډلې د خبرو مېز ته راشي .
ـ د خبرود عمل دپاره يو رښتونې او لچکداره تګ لاره جوړول چې پړاؤنه پکې واضحه وي، او د غېر حقيقي اهدافو نه ډډه کول، دا د تګ لارې دپاره مهم ګامونه دي .

راپورونه وايي په دغه غونډه کې د پاکستان استازيتوب خارجه سيکرټري اعزازاحمدچوهدري او د افغانستان استازيتوب مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزۍ کوي .

په ننو خبرو کې چې طالبان نه دي شامل ، خو د افغان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله وياندجاوېد فېصل وئيلي چې د پاکستان حکومت به ورته د هغو طالبانو فهرست ورکړي څوک چې د خبرو عمل ته رضامند دي .

خو سرتاج عزيز اېسوسي اېټډپرېس سره په خبرو کې د دغه خبرې نه انکار کړی دی چې دغه ډول کوم فهرست ورسره دی .

تېر کال په لمړي ځل د پاکستان په کوربه توب اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په مقام مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې شوې وې، چې پکې د چين او امريکا استازو ګډون کړی ؤ ، او په دويم ځل ټاکل شوې دغه خبرې هغه وخت وځنډېدې چې د طالبانو د مشر ملاعمرد مړينې خبر مخې ته راغی .

له دې وروستو د ملااخترمنصور د طالبانو د نوي مشر جوړېدو نه پس په افغانستان کې د بريدونو لړۍ سېوا شوې ، او د افغانستان لخوا په پاکستان بدامنۍ کې د ککړتوب تورونه هم لګېدلي، چې پاکستان رد کړي دي .

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تاؤتريخوالې ښکار شوې خو تيره مياشت په اسلام اباد کې د اسيا د زړه کانفرنس کې افغان صدر اشرف غني ګډون کړی ؤ او د هغې وروستو د دواړو هېوادونو اړيکې بيرته بحال کېده ليدل کيږي .

د دسمبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف بيا د کابل سفر کړی او په دغه مهال د سولې دخبرو د تيارۍ په غونډه اتفاق شوی ؤ ، کومه چې نن په اسلام اباد کې شوې .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG