لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمصري الوتکې تښتونکى نيول شوى


 دقبرص خارجه وزارت دخپل ټوئټر په اکاؤنټ دنهې په ورځ اعلان کړى چې دلارنکا په هوائي اډه دالوتکې دتښتول کيد ډرامه پاې ته رسيدلې اؤ دالوتکې تښتونکى نيول شوى دى.
دقبرص خارجه وزارت دخپل ټوئټر په اکاؤنټ دنهې په ورځ اعلان کړى چې دلارنکا په هوائي اډه دالوتکې دتښتول کيد ډرامه پاې ته رسيدلې اؤ دالوتکې تښتونکى نيول شوى دى.

دقبرص دچارواکو ترمخه کوم تن چې دمصر دمسافرو الوتکه تښتولې اؤ قبرص کې يې په راکوزول کيدو مجبوره کړې وه هغه اوس نيول شوى دى.

دقبرص خارجه وزارت دخپل ټوئټر په اکاؤنټ دنهې په ورځ اعلان کړى چې دلارنکا په هوائي اډه دالوتکې دتښتول کيد ډرامه پاې ته رسيدلې اؤ دالوتکې تښتونکى نيول شوى دى.

په قبرص کې چارواکو دالوتکې دتښتونکي دغه تن پيژندګلو دسيف الدين مصطفي په نوم سره کړې ده خو دا نۀ ده په ډاګه چې په اصل کې دمصري الوتکې دتښتول کيدو پشا دهغه څه اراده وه؟

خو دميډيا راپورونه وائي چې دالوتکې تښتونکي قبرص کې دسياسي پناه اؤ دخپلې پخوانۍ قبرصي ميرمنې سره دليدلو غوښتنه کړې ده اؤ دغه ميرمن هوائي اډې ته ورروانه ده.

دنهې په سحر دمصر هائي جيک شوې الوتکه دقبرص په لارنکاهوائي اډه راکوزه شوې وه اؤ پکې ناست ټول مسافر خوشې کړل شوي دي.

دقبرص صدر نيکوس انسټا سياډيس هم خبريالانو ته وئيلي دي چې دالوتکې دتښتول کيدو پيښه ترهه ګري نۀ ده بلکې ددې تعلق ديوې ښځې سره دى.

له دې وړاندې دمصر دهوابازۍ محکمې يو بيان کې وئيلي دي چې مصري دمصري ائير لا ئن الوتکه دنهې په سحر ساحلي ښار اسکندريه څخه پلازمينې قاهرې ته روانه وه چې په دغه مهال وتښتول شوه اؤ تښتونکي دعوه کړې ده چې پخپل بدن پسې يې چاؤديدونکي موادتړلي دي.

خو سرکاري ترجمان حسام القيش يو شخصي ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي چارواکي اوس مهال ددې خبرې پخلى نۀ شي کولى چې تښتونکي سره چاؤديدونکي مواد موجود دي که نه.

دمصري حکومت يو وياند وئيلي دي چې تښتونکي الوتکه استنبول ته بوتلل غوښتل خو دالوتکې کيپټن هغه ته وئيلي دي چې ددومره اوږد سفر لپاره ورسره تيل نشته اؤ له دې وروستو دغه الوتکه دقبرس دلارنکا په هوائي اډه راکوزه کړې ده.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دقبرص چارواکي مني چې الوتکه کې سوارۀ زياتره کسان خوشې کړل شوي اؤ هغوي دالوتکې څخه بهر رااوځي.

داسکندريه ائيرپورټ ډائريکټر حسن حسين وئيلي دي چې الوتکه کې ٢٦ غيرملکي مسافر سوارۀ وؤ چې پکې اتۀ امريکايان، څلور برطانوي،، څلور ډچ ، دوه بيلجئين ، يو فرانسيسي ، يو اطالوي ، دوه يوناني اؤ يو شامي وګړى شامل دي، دهغه وينا ده چې دنورو دريوؤ غيرملکيانو پيژندګلو نۀ ده شوې.

دمصر دهوابازۍ دچارواکو وينا ده چې دغه الوتکه ايم ايس ١٨١ ائيربيس ده پکې ٨١ مسافر اؤ دعملې پينځه غړي سوارۀ وؤ، خو دمسافرو دشميرې په اړه متضاد اطلاعات مخې ته راروان دي.

تر دې مهاله ددغه الوتکې دتښتول کيدوذمه واري کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG