لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو غزل د بابا امیرحمزه خان شینواري ۲۳م تلین نمانځل شوی


French President Emmanuel Macron, center left, Russian President Vladimir Putin, center right, German Chancellor Angela Merkel and Ukrainian President Volodymyr Zelenskiy, left, attend a working session at the Elysee Palace in Paris, t o find a way to end the five years of fighting in eastern Ukraine.
French President Emmanuel Macron, center left, Russian President Vladimir Putin, center right, German Chancellor Angela Merkel and Ukrainian President Volodymyr Zelenskiy, left, attend a working session at the Elysee Palace in Paris, t o find a way to end the five years of fighting in eastern Ukraine.

د پښتو غزل د بابا اؤ ستر نابغه شاعر خدایې بخښلي امیرحمزه خان شینواري ۲۳م تلین نن دخالي په ورځ په عقیدت اؤ احترام سره نمانځل شوی.

د حمزه بابا د تلین په مناسبت د خیبر پښتونخوا سر ښار پيښور په ګډون په یو شمیر پښتنو سیمو کې دهغه په یاد غونډې راجوړې شوي چې پکې حمزه بابا ته د عقیدت زرینې پیرزوئنې وړاندې کړل شوي دي.

د حمزه بابا د درویشتم تلین په مناسبت تر ټولو ستره دستوره د شاعرانو لیکوالانو لخوا د خالي په ورځ په نشترهال پيښور کې راجوړه شوې وه چې د خیبر پښتونخوا د ګوټ ګوټ څخه پکې لیکوالو اؤ شاعرانو په ګڼ شمیر کې برخه لرله.

په دغه دستوره کې لیکوالانو اؤ شاعرانو د حمزه بابا په فن اؤ شخصیت خپلې مقالې اؤ نظمونه واورول اؤ هغه ته یې د عقیدت زرینې پیرزوئنې وړاندې کړې.

د دستورې نه وروستو د ټنګ ټکور یو محفل هم راجوړ شوی ؤ چې پکې د پښتو وتلو سندرغاړو د حمزه بابا کلامونه په خپل غږ واورول.

د پښتو وتلی شاعر پروفيسر اباسين يوسفزي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ویلي حمزه بابا پښتو شاعري هاغه مقام ته رسولې چې نۀ يواځې موجوده بلکې راتلونکي نسلونه به پرې هم وياړ کوي.

اباسين يوسفزي وويل حمزه بابا ته دهغه په ژوند پښتنو دبابا لقب ورکړى ؤ اؤ د هغه دمرګ نه پس هم پښتون قام دحمزه باباشاعرانه افکار دخپلې لارې مشالونه ګڼي.

د پښتو یو بل ستر لیکوال ډاکټر حنیف خلیل وایي حمزه بابا چې د پښتو ادب ته د شاعرۍ، ډرامې، سفرنامې اؤ فلسفې په څانګه کې څومره بخښنې کړې هغه د نه هیریدو دي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي حنیف خلیل وویل حمزه بابا غزل د روایتي رنګ نه راویستي اؤ یو پښتون رنګ یې ورکړی .

“هغه په تصوف کې هم پښتون تصوف خپل کړی ځکه خو یې غزل نیغ د پښتنو زړونو ته کوزیږي.”

ډاکټر خلیل وایي هرڅو که د حمزه صیب د فکر و فن په هکله تر اوسه ډیرې څیړنې شوي خو بیا هم ضرورت لیدل کیږي چې ددې کار دپاره باید یوه خپله اداره وي.

هغه وویل د حمزه بابا شخصیت اؤ فن دومره لوړ دی چې که په کلونو کلونو پرې تحقیق وکړی شي نو هم احاطه کول به یې ګران وي.

خدایې بخښلی امير حمزه خان شينوارى په کال 1907ء کې دپيښور سره د پيوست قبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ دلنډيکوتل پهخوږه خيل نومې کلي کې د ملک مير بازخان کره زيږيدلى اؤپه 18مه فرورۍ 1994ء کې وفات شوى ؤ.

نوموړي تر نهم ټولگي رسمي زده کړې کړې وې خو دهغه علمي فکر دومره لوړ اؤ ژور ؤ چې څيړونکو به ورته نابغه شخصيت وئيلو.

خدايې بخښلي حمزه بابا په لمړي سر کې اردو شاعري کوله خو وروستو يې دخپل مرشد عبدالستار شاه باچا جان په وينا په پښتوشاعري پيل کړه .

هغه د خپلې معياري اونوښتگرې شاعرۍ په سوب دومره نوم پيدا کړی چې د د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا څخه وروستو يې ددريم عظيم شاعر په توگه پخپل ژوند دبابا لقب ترلاسه کړو.

حمزه بابا په اردو، پښتو او فارسۍ ژبه عبور لرلو او په دغو دريواړو ژبو کې يې دشاعرۍ ترڅنگ علمي نثر هم ليکلى دى.

هغه دخپلې ځوانۍ په زمانه کې دهندوستان ممبۍ ښار ته هم سفرونه کړي وؤ او دغلته يې په يو بې غږه هندي فلم کې کار هم کړىؤ.

ددې ترڅنگ اميرحمزه خان شينواري دپښتو ديو شمير فلمونو دپاره سندرې هم ليکلې وې.

هغه ته دشلمې صدۍ په شاعرانو کې دپښتو دترټولو غوره شاعر وياړ ترلاسه ؤ.

نوموړي پخپله شاعرۍ کې دپښتون تصوف دخورونې ترڅنگ خپل يو داسې ځانگړى اسلوب يا سبک ته وده ورکړې ده چې نن همدهرپښتون په زړۀ او ذهن نقش دى.

حمزه بابا دشاعرۍ ترڅنگ ډرامې ، ناول ، علمي مقالې هم ليکلې وې ، دهغه په چاپ کتابونو کې

دزړۀ اواز، يون، بهير، پري ووني، سپرلى په ائينه کې، دخيبروږمې، ژوند او يون، دکابل سفرنامه،دحجاز په لور، دليلا مجنون فلم اودفلم قيصه، مږې څپې، دکارل مارکس اصول دعقل په نظر، دحمزه ژوند ليک، غزونې، تجليات، دخوشحال بابا يو شعر، تذکرةالستارية، انساني رڼا او پوهه، دحمزه ليکونه، غزليات، اردو،

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG