لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:نښتو کې ۱۸پوځیان اؤ ۴۳ جنګیالي وژل شوي،د یوناما د ډزبندۍ غږ


ددفاع وزارت دعوي کوي چې په وژل شوؤ کې د طالبانو درې مهم کمانډران هم شامل دي
ددفاع وزارت دعوي کوي چې په وژل شوؤ کې د طالبانو درې مهم کمانډران هم شامل دي

دافغان حکومتي ځواکونو اؤ مخالفو جنګیالو ترمینځ نښتو کې شدت پیدا شوی اؤ راپورونه وایي په تازه نښتو کې دافغانستان ۱۸ پوځیان اؤ ۴۳ جنګیالي وژل شوي دي.

دغه نښتې چې دافغانستان په مختلفو سیمو کې شوي پکې د ګڼ شمیر پوځیانو اؤ جنګیالو د ژوبل کیدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې یوناما افغان جګړه کې په بوختو اړخونو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې د جنګونو نه لاس واخلي اؤ خلکو ته د هوسا ژوند موقعه برابره کړي

دافغان حکومتي ځواکونو اؤ مخالفو یاغي جنګیالو ترمینځ دا نښتې په داسې مهال روانې دي چې افغان حکومت د خپلو مخالفو سیاسي اړخونو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ ددغه هیواد یو ستر ګوند حزب اسلامي هم د حکومت سره سوله کړې ده.

د جمعې په ورځ د افغانستان د ددفاع وزارت مطبوعاتو ته په لیږل شوي یو خبر کې ویلي چې امنیتي ځواکونو ننګرهار،پکتیا،پکتیکا،لغمان،غزني،خوست،کندهار،کندوز،بادغیس ،بدخشان هرات اؤ یو شمیر نورو سیمو کې د وسله والو جنګیالو په ضد چټک عملیات کړي اؤ په یو شواروز کې یې ۴۳ جنګیالي وژلي دي.

ددفاع وزارت دعوي کوي چې په وژل شوؤ کې د طالبانو درې مهم کمانډران هم شامل دي خو د هغوئ نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

همدغه شان د جمعې په ورځ سرچینو ویلي چې د کندهار په شاه ولي کوټ سیمه کې طالبانو د ملي پوځ په یوه پوسته برید کړی چې پکې ۱۸ افغان پوځیان وژل شوي اؤ ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

افغان حکومت تر دې مهاله د کندهار په برید کې د خپلو پوځیانو د وژنې پخلی نه دی کړی خو ددفاع وزارت دعوه کوي چې کندهار کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لوري ته دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د روژې د میاشتې د رارسیدلو له امله په یو پیغام کې چې د یوناما د دفتر له خوا خپور شوی ویلي چې راتلونکي څو اونۍ به د افغانانو لپاره د عبادت، تفکر او پر هغو کسانو د شفقت د څرګندولو لپاره یو ځانګړی وخت وي، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله زیانمن شوي دي.

یوناما په جنګونو بوختو ټولو اړخونو باندې غږ کړی چې په دې میاشت کې د جنګونو نه لاس واخلي.

د افغان حکومت اؤ د پخواني سیاسي جنګي قوت حزب اسلامي تر مینځ د سولې د تړون وروستو دداعش اؤ طالبانو سره د افغان ځواکونو په نښتو کې زیات شدت پیدا شوی دی.

دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار افغان حکومت سره د سولې نه وروستو په طالبانو هم غږ کړی چې دجنګونو نه لاس واخلي اؤ سولې ته راوګرځي خو طالبانو د حکمتیار دغه وړاندیز رد کړی دی.

افغان حکومت تور لګوي چې کابل کې د جنګونو بازار اسلام اباد تود ساتلی دی اؤ ددغه هیواد اسخباراتي شبکه ایي ایس ایي پخپله خاوره کې طالبانو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

خو اسلام اباد بیا د کابل دغه تورونه په سخته ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې پلوي دی .

ټاکل شوې ده په راتلونکې میاشت کې په کابل کې د 21ؤ هیوادونو اؤ سازمانونو یو سرمشریزه غونډه راجوړه شي چې په هغې کې به افغانستان کې د سولې دهڅو همغږۍ دپاره لارې چارې ولټول شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG