دافغانستان اولسمشر اشرف غني ویلي هیواد یې پاکستان سره سوله غواړي خو داسې سوله چې عزت، اعتبار او اخلاص پکې نغښتی وي.
د افغانستان اؤ پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې سختې تاوژنې شوي چې اوس چین ددغو دواړو هیوادونو ترمینځ سولې ته راوړاندې شوی.
ښاغلي غني په ډاګه کړې چې افغانستان اوس پر کوم ځانګړي هېواد له تکیې وتلی او د مرکزي اسیا يوه نه بېلېدونکې برخه ده .
د افغانستان د صدارتي ماڼۍ له لوري د سه شنبې په ورځ یو بیان کې ویل شوي افغان اولسمشر دکابل پوهنتون د استاذانو اؤ محلصینو سره لیدنه کې ویلي چې افغانستان به د ټرانزیټ له پلوه ۵ ورځو کې اروپا سره ونښلول شي.
افغان اولسمشر ویلي کابل کې د ورانکارۍ د وروستو پیښو موخه د کابل پروسې کانفرانس مخه نیول وؤ .
په شپږم جون کابل کې د شوي نړیوال کانفرنس څخه یوه اوونۍ د مخه کابل پرله پسې بمي چاودنو لړزولی ؤ چې په سلګونو افغانان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.
کابل ددغو ترهګرو پیښو پړه په اسلام اباد ور اچولې خو اسلام اباد یې د منلو څخه انکاري دی.
ددغه بریدونو څخه دوه ورځې وروستو افغان اولسمشر اعلان کړی ؤ چې د کابل پروسې کانفرنس به پخپل ټاکلي وخت کیږي.
استاذانو اؤ محصلینو سره خبرو کې ښاغلي اشرف غني ویلي دغه کانفرانس د ملي ادارې تمثیل ؤ اؤ په وروستېو ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل ؤ چې دغه کنفرانس د افغانستان دولت او د خلکو له خوا پخپل سر راجوړ کړی شوی ؤ.
هغه وویل، د ” کابل پروسې“ کنفرانس نړیوال پیوستون جلب کړو او د نړۍ ټولو هېوادونو د افغانستان د دښمنانو بریدونه وغندل او زمونږ د خلکو زړورتیا او زغم یې وستائیلو.
اولسمشر اشرف غني وویل اوسنۍ جګړه په افغانانو کې د بې اتفاقۍ پیدا کولو، زمونږ د ملي ګټو، اساسي قانون او د د افغانستان د ملت پر ضد روانه ده ځکه دښمن زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې ماتې خوړلې ده.