لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: غوښتنې مو نه دي منل شوې، د کوټې جلسه کې تګلاره ټاکو، کېدای شي احتجاج پیل کړو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د اسلام اباد احتجاج د ځنډېدو میاشت یې پوره کېدونکې ده، خو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې او یواځې له وزیرستانه د ماینونو د ایستلو کار څه نه څه پیل شوی، خو پر نورو څلورو غوښتنو یې کار نه دی شوی.

منظور پښتین د نهې-سه شنبې په ورځ لاهور ته تللی وو. لومړی یې د لاهور په برکت مارکېټ او وروسته په لمز پوهنتون کې په غونډه کې وینا وکړه او په اردو ژبه یې په خپله وینا کې وویل، چې ریاستي ادارې باید له پښتنو سره په دې هېواد کې د کرکې چلند ختم کړي او دوی ته د برابرۍ په سترګه وګوري:

"د لاهور په پوهنتونونو او کالجونو کې چې له پښتنو زده کوونکو سره کوم د کرکې چلند کېږي دا باید ختم شي، ځوانان زما خبرې ته لبیک وایي، هسې نه زه اعلان وکړم چې په لاهور کې څومره پښتانه ځوانان دي ټول دي خپلې ډګرۍ پرېږدي را روان دي شي او که یو ځل دوی دلته [لاهور کې] تعلیم پرېښوو او راغلل بیا به یې تاسې [ریاست] ته سمبالول ګران شي"

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د مارچ پر نهمه، لسمه او یوولسمه د بلوچستان په ږوب، کلاسیف الله، لورالای (ممکنه)، خانوزۍ او کوټه کې ولسي جلسې وشي، چې کېدای شي زرګونه کسان پکې ګډون وکړي.

منظور پښتین د نهې-سه شنبې په ورځ یوې ویبپاڼې (اردو پواینټ) ته په مرکه کې وویل، چې د کوټې په جلسه کې به خپله راتلونکې تګلاره اعلان کړي او امکان لري چې یو ځل بیا ستر احتجاجي لاریونونه او احتجاجي ناستې پیل کړي:

"تر اوسه نه راو انوار نیول شوی، نه د لادرکه خلکو د موندنې او خوشي کېدنې لپاره څه شوي، نه د غیرعدالتي وژنو د پلټنې لپاره عدالتي کمیشن جوړ شوی، کرفیو [ګرځبندیز] اوس هم په ډېرو سیمو کې لګېږي، یواځې د ماینونو د ایستلو ستونځه د حل کېدو خواته روانه ده"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د اسلام اباد تر احتجاج وروسته په تېرو پینځویشتو ورځو کې هم فعاله وو، په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ او سوات کې یې ولسي غونډو ته ویناوې وکړې او خلکو ته یې د هغوی د ستونځو په حل کولو کې د ملګرتیا ډاډ ورکړ.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د شمالي وزیرستان په میرعلي کې تر ولسي غونډې وروسته- چې ویل کېږي شاړس کاله وروسته وشوه- اسلام اباد ته لاړ، هلته یې په قایداعظم او اسلامک پوهنتونونو کې د زده کوونکو غونډو ته وینا وکړه او ویې ویل چې د مبارزې مقصد یې پر پښتنو په پاکستان کې د ظلم مخنیوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو نهه کسیز پلاوی د نهې- سه شنبې په ورځ ږوب ته رسېدلی او هلته یې د مارچ د ۹مې د جلسې په اړه له خلکو سره خبرې کړې دي. ټاکل شوې چې سبا کلاسیف الله، لورالای، خانوزۍ او بیا کوټې ته هم لاړ شي او د خپلو جلسو په اړه انتظامات له نيژدې وګوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسو لپاره په دغو سیمو کې وار له مخه هم د سلګونو کسانو په ګډون انتظامي غونډې شوې دي، چې د بېلابېلو ګوندونو، مدني ټولنې او ادبي ټولنو غړي پکې شامل دي. دوی د غورځنګ د جلسو لپاره پراخې تیارۍ کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي د قبایلي سیمو په شمول د پاکستان له بېلابېلو سیمو خلک ورسره اړیکې ټینګوي او د خپلو ورکو خلکو په اړه معلومات ورکوي، چې وایي د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۳۲۰۰۰ پښتانه په جبري توګه لادرکه دي او د مړي ژوندي درک یې نه شته.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG