لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي‌ ټي‌ ایم:که غوښتنې مو پوره شي هم خپل تحریک نه ختموؤ


په پاکستان کې دپښتنو دحقونو دپاره راپورته شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي که ریاست یې ټولې غوښتنې ومني نو بیا به هم دغه تحریک نه ختمیږي بلکې دپښتنو دحقونو دپاره به شپه اؤ ورځ په حرکت کې وي.

پي ټي ایم وایي د کوټې هزاره ټولنې سره د پوځ دسرلښکر ژمنې به وروسته له هغې وستائي چې کله پوځ خپلې ژمنې ترسره هم کړي.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مهم مشر ښاغلي محسن داوړ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ویلي پوځ دوئ ته هم دمذاکراتو بلنه ورکړې ده خو په داسې حالاتو کې مذاکرات هیڅ ګټه نه لري چې یو خوا په پاکستان کې دپي ټي ایم فعالین نیول کیږي اؤ بلخوا ددې تحریک بدنامولو دپاره د پروپیګنډو لړۍ ورځ په ورځ چټک کیږي.

هغه وویل په کوټه کې د هزاره ټولنې دا لمړی احتجاج نه ؤ بلکې دې نه وړاندې یې هم دغسې احتجاجونه کړي، ریاست اؤ پوځ ورسره ژمنې کړي چې امنیت به یې نیول کیږي خو دغه ژمنې تر اوسه نه دي ترسره شوي.

هغه وویل اوس هم که پوځ هزاره ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي نو د دوئ غورځنګ به یې ستائنه وکړي خو تجربو ښودلې ده چې دلته د واک خاوندان مدام دغسې ژمنې یوازې د اولس تیرویستلو اؤ ګرمې موقعې سړؤلو دپاره کوي.

محسن داوړ وویل “مونږ ته هم پوځ دخبرو بلنه راکړې خو مونږ به د خبرو نه وړاندې خپلو ټولو دتحریک ملګرو سره مشوره کوؤ چې مونږ ته خبرې اترې پکار دي اؤ که نه اؤ که خبرې کوؤ هم نو باید چا سره یې وکړو اؤ په کوم باور یې وکړو؟”

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه تیره میاشت دپوځ دپخوانیو ریټائرډ پښتنو افسرانو سره لیدلي وؤ اؤ هغوئ سره یې دپوځ ژغورنې د غورځنګ د غوښتنو په اړوند خبرې کړې وې.

دپېښور کورکمانډر هم د پي ټي ایم غوښتنې سمې منلې دي اؤ ویلي یې دي “منظور پښتین زمونږ خپل بچی دی”

خو دپښتون ژغورنې د غورځنګ مهم مشر محسن داوړ پوښتنه کوي چې که پوځ پخپلو دغو خوږو خبرو کې مخلص وي نو بیا د پي ټي ایم فعالین ولې ځایې پځایې نیسي اؤ ولې یې د پي ټي‌ایم په ضد خپله پروپیګنډه چټک کړې ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې که چرې پوځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ ټولې غوښتنې ومني بیا به دغه غورځنګ خپلو فعالیتونو نه لاس پسر شي ؟ ښاغلي محسن وویل نا هیڅکله نه دا دپښتنو د ژوند، دهغوئ دبشري، قانوني ائني ،اؤ جمهوري حقونو غورځنګ دی اؤ په هر حال کې به ددې غورځنګ وجود پځایې پاتې وي

“زمونږ تحریک به مدام د پښتنو د ستونزو هواري په غرض دفشار راوړلو دپاره فعاله وي اؤ هیڅکله به دا تحریک نه ختمیږي”

ښاغلي محسن داوړ وویل” مونږ هیڅکله د مذاکراتو دروازې تړل نه غواړو اؤ ددې خبرې منونکي یو چې ستونزې باید په خبرو هوارې شي خو خبرې هم باید د ستونزو د هواري په جذبه وي د تیرویستلو په جذبه نه “

هغه وویل د اسلام اباد د لاریون په مهال چې پوځ دپښتون ژغورنې مشرانو سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي اؤ له دې وروسته که پوځ د دوئ‌سره دخبرو د هواري ژمنې کوي نو دوئ ته پرې اعتبار ګران دی.

باید وویل شي په اتم اپریل پېښور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي وؤ چې که اوس ورسره هرڅوک خبرې کوي نو دوئ به ترې نړیوال ضامن غواړي خو پوځ لا نه ده واضحه کړې چې دخبرو دپاره د پي ټي ایم مشرانو ته ضمانت ورکولو ته چمتو دی که نا؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG