لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:چیک پوسټونه ایف سي ته سپارل شوی،موبائیل فون بحالیږي


دپاکستان پوځ افغانستان سره په پوله پرته قبائیلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د پوځي چیک پوسټونو دملیشې ځواکونو ته ورکول پیل کړي دي اؤ وایي چې اوس به ډیر زر په دغه قبائیلي سیمه کې دموبائیل فون خدمات هم پځایې شي.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې پوځ دې هاغو سیمو کې چیک پوسټونه په بشپړ ډول سول انتظامیې ته وسپاري چرته چې د امنیت د ټېنګښت دعوه کوي.

دپېښور څخه جنوبي وزیرستان ته بوتلل شوؤ خبریالانو ته د ملیشه ځواکونو یا ایف سي مشر میجر جنرال عابد لطیف ویلي چې په سیمه کې ۱۱۰۰دملیشې عسکر په چیک پوسټونو ودرؤل شوي دي.

هغه ویلي چې جنوبي وزیرستان کې دفعالو ۹۰ چیک پوسټونو شمیره اوس یوازې اتوؤ ته راکوزه کړل شوي ده

دایف سي ځواکونو مشر وویل په دغو عسکرو کې زیاتره پښتانه دي ، چې نه یوازې دسیمې خلکو سره دهغوئ په ژبه خبرې کوي بلکې د رسم اؤ رواج څخه یې هم خبر دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه د پښتون تحفظ موومنټ په نوم د پښتنو زلمو یو تحریک راپورته شوی چې په پوځي چیک پوسټونو پښتنو سره د سپکاوي د ډکې رویې ختمولو،د لادرکه کړل شوؤ کسانو محکمو ته د وړاندې کولو اؤ د محکمې نه د پشي شا وژل شوؤ پښتنو د وژنو د پلټنو دپاره دیو عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنې کوي.

ددغه تحریک د څو درنو احتجاجي جلسو نه وروسته لمړی پوځ په ملاکنډ ډویژن کې یو شمیر چیک پوسټونه پولیسو ته سپارلي، مومند ایجنسۍ کې یې د چیک پوسټونو شمیره کمه کړې اؤ اوس یې جنوبي وزیرستان کې هم دچیک پوسټونو ایف سي ته د سپارلو اعلان کړی دی.

دایف سي مشر میجرجنرال عابد لطیف ویلي چې دافغانستان سره په دلګیدلې پولې ۳۰کلو میټره ازغن تار لګول شوی اؤ دغه لړۍ په چټکتیا سره روانه ده.

نوموړي وویل د افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې څارنه هم هغسې د ریډار اؤ عصري کیمرو د لارې کولی شي.

هغه وایي په جنوبي وزیرستان کې ۷۸ تعلیمي ،۱۱ روغتیایي اؤ ۱۷۴د اوبو پروژې سرته شوي اؤ ددې ترڅنګ سیمه کې ۸۱ پارکونه اؤ ۵۹ سوداګریز مارکیټونه هم جوړ کړل شوي دي.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ یو مهم مشر ښاغلي محسن داوړ جنوبي وزیرستان کې دچیک پوسټونو د شمیر کمولو اقدام ستائیلي خو وایي چې چرته هم پوځ دعوه کوي چې امنیت یې ټینګ کړی نو هلته باید بیا ټول چیک پوسټونه سویلین ادارو ته وسپاري.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې هغه افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو په هکله وویل دغه اقدام دترهګرۍ په مخنیوي کې هیڅ ګټه نه شي ورکولی ځکه چې ترهګر په کومو لارو اوړي رااړي هغه پوځ ته ښې معلومې دي.

هغه وویل “دې ازغن تار خو په پوله د پرتو پښتنو ژوند دمشکل سره مخ کړی ځکه چې په دغه پوله داسې خلک مشته دي چې د پټي یو سر ېې دپاکستان په خاوره کې دی ، بل یې د افغانستان ،بلکې دچا که کور دپاکستان په خاوره کې دی نو حجره اؤ جومات به یې دافغانستان په خاوره کې وي ، چې دې ازغن تار دهغوئ کور اؤ ورور ویشتلی دی”

ښاغلي محسن داوړ وویل چې پښتون تحفظ موومنټ کومې پینځه غوښتنې د ریاست نه کړي دي هغه لا نه دي پوره شوي اؤ تر څو چې دغه غوښتنې یو په یو ونه منل شي د هغوئ احتجاج به دوامداره وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG