لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحسن شهزادګۍ پښتنه سندرغاړې دلربا دجهاز پائیلوټه جوړیدل غواړي


دپښتو پېغله سندرغاړې دلربا یوازې په سندرو کې ښکلی غږ نه لري بلکې دښکلار لوروېنه پرې هم خالق دومره کړې ده چې کله په سټیج راښکاره شي نو د حسن پرستو زلمو زړونه درزار شروع کړي.

خو بیا چې کله هغه په ستیج د سندرې سره کوم نازونه ،اداګانې یا شوخیانې کوي دهغې تعلق د کتلو سره دی ، ډیر په زړه مات یا رنځور خلک هم دهغې نازونو میکذونو ته د چکچکو ورکولو نه لاتعلقه نه شي پاتې کیدلی.

دلربا دسندرو شوق خو هسې دماشوموالي نه لرلو خو په رسمي ډول ېې د فن نړۍ کې قدم اوس اوس ایښودی دی. تعلق یې د کراچۍ د یوې پښتنې کورنۍ سره دی اؤ اوس په کراچۍ پوهنتون کې د وروستي کال محصله ده ،

وایي “د خپل تعلیم سره،سره غواړم چې د سندرو نړۍ کې هم ښه لویې نوم وګټم”

ډیوه سره خبرو کې دلربا ویلي هغه لا ډیره وړه وه چې سندرې به یې په شوق اوریدلې اؤ یادولې به یې هم .

هغه وایي کله چې به یې سکول اؤ‌ کالج کې داسې څه دسندرو پروګرام راجوړ شو نو دې به پکې خامخا سندرې ویلي اؤ‌خپل شوق به یې سرته رسولو.

دلربا وایي اوس یې سبق په ختمیدو دی اؤ غواړي چې په راتلونکي کې یوه پائلټه جوړه شي اؤ په هواګانو کې سفر وکړي خو سندره یې جنون دی اؤ د سندرې نه هم زړه نه شي صبرولی.

دلربا د وتلي موسیقار ګلالي استاد نه باقاعده فني زده کړې کوي اؤ تر دې مهاله یې ګڼې داسې سندرې ویلي چې د اوریدونکو پام یې ځانته راګرځولی دی.

هغه وایي په راتلونکي وړوکي اختر کې به یې وړومبی سندریز البم بازار ته را اوځي اؤ هیله منده ده چې دغه البم به د پښتو موسیقۍ مینه وال خوښ کړي.

دلربا وایي په دغه البم کې یې سندرې ، غزلې ،ټپې اؤ نظمونه ویلي اؤ د هرکلام سره یې ښه ډیره خواري کړې ده ځکه نو خلک به ددغه البم نه خوند واخلي.

په څلورو وروڼو خویندو کې دلربا تر ټولو کشره ده اؤ وایي دکور په ټولو خلکو زیاته نیازبینه ده اؤ هره خبره یې مني .

وایي د سندرو نړۍ ته په راوتلو کې د خپل کور له لوري د هیڅ قسمه مشکلاتو سره نه ده مخ شوې اؤ دفامیل خلکو ورسره کوټلې همکاري کړې ده.

هغه وایي د پښتو ټول سندرغاړي‌ په شوق سره اوړي اؤ هر هغه سندرغاړی یې خوښیږي چې د ښه کلام انتخاب کوي اؤ اواز یې ښه وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG