پاکستان کې د ټاکنو کمېشن وايی په قبايلي سيمو کې څه له پاسه شل لکه وګړي راتلونکي انتخاباتو کې ووټ اچولی شي.
د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه د دغې کمېشن وياند سرکاري رېډيو ته ويلي په دغه شل لاکه رجسټر شوي راېې ورکونکو کې اته لاکه ښځې هم شاملې دي.
د کمېشن وياند ويلي د قبايلي سيمو نه بې کوره شوي کډوال هم په دغه حساب کې شمېرل شوي دي چې د قبايلي سيمو زیات خلک په انتخاباتو کې برخه واخلي.
د شمالي وزيرستان سياسي فعال غلام نظير ډيوه ته ويلي د انتخابي کمېشن شمېرې کره نه دي نوموړي ويلي د شمالي وزيرستان د۱۰ زرو نه زياتې کورنۍ اوس هم په بنو، ډي آيي خان او افغانستان کې د کډوالۍ ژوند کوي چې انتخابي کمېشن نه دی رجسټر کړي.
د قبايلي سيمې مومندو نه د قبايلي سياسي ډلو د اتحاديې غړی نثار مومند هم د انتخابي کمېشن په دغه شمېرو پښتنې را پورته کړي نوموړي وي او ای ډيوه ته ويلي " مردان ، پېښور ټول د مومندو نه ډک دی دا ټول مومند ښکته کوز شوي چې ورسره دغلته انتخابي حلقې زياتې شوي دي "
نوموړي ويلي په قبايلي سيمو کې د بې روزګارۍ او بد امنۍ د لاسه اکثر خلک د ملک په نورو بندوبستي علاقو کې ژوند کوي چې انتخابي کمېشن هم دغلته رجسټر کړي دي چې اثر يي په قبايلي سيمو کې د راې ورکونکو په شمېره پرېوتلی دی.
د انتخابي کمېشن د شمېرو ترمخه په قبايلي سيمو کې تر ټولو زيات راېې ورکونکي په خېبرقبايلي سيمه کې درج شوي چې شمېره يي ۴۸۲۰۰۰، په دويم نمبر باجوړ چې شمېر يي ۴۶۰۰۰۰ او په دريم نمبر کرمه چې شمېره يي ۳۳۲۰۰۰ درج کړې شوې ده.
په پاکستان کې د کال ۲۰۱۷م د سرشمېرنو يا مردم شمارۍ تر مخه د قبايلي سيمو د خلکو شمېر پينځه ميلينو نه بره دی خود غېر رسمي شمېرو تر مخه د قبايلي سيمو نفوس د ۱۵ ميلينو نه زيات دي او څيړونکي او نړيوالې ادارې د پاکستان لخوا په قبايلي سيمو کې په ترسره شوې سرشمېرنه نيوکې کوي او وايي د سرشمېرنې په وخت په لکونو خلک د قبايلي سيمو نه بهر په کېمپونو کې مېشت وو.