لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا پخوانی پوځي امر جنرل مشرف به نن پاکستان ته راشي؟


پروېز مشرف
پروېز مشرف

د غدارۍ په ګډون نورو يو شمېر تورنو سره مخ مفرور(عدالت ته مطلوب) پخوانی پوځي امر جنرل پروېز مشرف د پاکستان سپريم کورټ د نن ورځې پورې پاکستان ته د تللو نېټه ورکړې او که راونه ورسېدو نو د عدالت د حکم ترمخه به بيا د هغه پرضد قانوني فېصله کولی شي.

د پاکستان د سترې محکمې مشر ميا ثاقب نثار چې د مشرف د کېس اوريدنې د بينچ مشري کوي ويلي دي که پخوانی صدر نن تر دوو بجو پورې عدالت ته وړاندې نه شو نو د هغه په غېر موجودګۍ کې به د هغه په اليکشن کې د برخې اخستو فېصله واوروي.

تيره اوونۍ سپريم کورټ امر کړی ؤ چې مشرف په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخستې شي خو په دې شرط چې په ۱۳م جون به عدالت ته وړاندې کيږي.

مشرف د قامي اسمبلې د حلقې د چترال نه کاغذونه جمع کړي دي او پاکستان ته د راتلو د پاره د مشرف شناختي کارډ اؤ پاسپورټ هم بيا فعال کړی شوي دي کوم چې څو ورځې وړاندې تړل شوي وو.

جسټس نثار ويلي عدالت د مشرف طابع نه دی او هېواد ته په راتلو به ورته سيکيورټي ورکړل کيږي خو دا زمه واري ورته په ليکلي بڼه نه شي ورکولی.

جسټس نثار ويلي که مشرف واپس هيواد ته رانغلو نو د اليکشن اجازه به نه ورکول کیږي.

د مشرف وکيل عدالت ته خواست کړی چې د موکل په غېر موجودګۍ کې چې څنګله لاهور هايي کورټ هغه ته د الېکشن کولو اجازه ورکړې هم هغسې دې ستر عدالت هم اجازه ورکړي.

د مشرف وکيل عدالت ته دا هم ويلي چې موکل يي د غدارۍ قضيه کې عدالت ته وړاندې کېدو ته تيار دی خو که د امنيت په اړه ورته زمه واري ورکړل شي.

د مشرف وکيل ويلي چې موکل يي ناروغه دی او د راتلو په صورت به ورته د ميډيکل ټيم ضرورت وي چې په جواب کې ورته جج وويلي د هغه په راتلو به ورته دغه بندوبست وکړې شي.

جسټس ثاقب نثار ويلي مشرف يو پوځي کمانډو دی او په واپس راتلو سره هغه ته دا ثابتول پکار دي نه چې لکه د سياستمدارو په رنګ خپله خبره سر ته نه رسوي.

"مشرف ته د امنيت ضرورت ولې دی، هغه د څه نه دومره ويريږي؟".

جسټس نثار زياته کړي " يو کمانډو څنګه دومره يريدې شي".

د مشرف غدارۍ مقدمې اوريدو د پاره ځانګړی عدالت جوړ کړی شوی دی چې د وفاقي حکومت لخوا جاري شوي يو نوټيفيکشن کې ويلی شوي د لاهور هايي کورټ مشر جسټس محمد ياور علي او د سند هايي کورټ مشر جسټس نزر اکبربه د دغه مقدمې اورېدنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG