لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د توندروه مذهبي ډلې پر مشر احمد لدهیانوي لګېدلي بندیزونه ختم کړل


واشنګټن ـــ د پاکستان د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزارت د توندروه سني مذهبي ډلې اهلِ سنت والجماعت مشر محمد احمد لدهیانوي د ترهګرۍ له څار لیسټه ایستلی او پر هغه لګېدلي سفري بندیزونه یې لرې کړي دي.

اهلِ سنت والجماعت ډله په پاکستان کې په فرقه ییزو پېښو خصوصاً پر شیعه مسلمانانو باندې په بریدونو او د هغوی په وژنه تورنه ده، ځکه حکومت ورباندې بندیز لګولی وو. د دفاعي چارو څېړونکی پخوانی مېجر طلعت مسعود پر لدهیانو د لګېدليو بندیزونو د اخیستلو پرېکړه له راتلونکو عامو انتخاباتو سره تړلې ګڼي:

"حکومت شاید د امنیتي ادارې په اجازت سره دا غواړي چې کېدای شي سیاست ته په راوستلو سره د دغو ډلو پخوانی سوچ بدل شي او اندېښنه لري چې هسې نه پخوانی د توندروۍ سوچ یې رنګ ښکاره کړي".

دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې په فرانس کې د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې (ایف اې ټي ایف) پخپله روانه غونډه کې پاکستان له دې امله په خړ لیسټ کې شامل کړی، چې وایي په خپل هېواد کې یې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په تړلو کې اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي.

د پنجاب لنډمهالي وزیراعلی حسن عسکري رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د کورنیو چارو وزارت یې د ترهګرۍ د مخنیوي مرکزي ادارې (نېکټا) ته سپارښتنه کړې وه، چې د اهلِ سنت والجماعت ډلې مشر د ترهګرۍ د څار له نوملړه وباسي.

ښاغلی عسکري وایي پر لدهیانوي د لګېدلیو بندیزونو د لرې کېدو په لړ کې د پاکستان سټېټ بېنک د هغه د بېنک کنګل کړی اکاونټ هم بیرته پرانیستی او بلاک شناختي کارډ یې هم بیرته فعال شوی دی. دا چې لدهیانوي به د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه اخیستلای شي که نه، ښاغلی عسکري په دې اړه وایي:

"د انتخاباتو کمېشن به نن په خپله غونډه کې دا پرېکړه کوي چې آیا د هغه [احمد لدهیانوي] ډله په انتخاباتو کې ګډون کولای شي که نه".

دفاعي څېړونکی طلعت مسعود وایي په پاکستان کې داسې سوچ موجود دی چې له وسلوالو فعالیتونو څخه د را ګرځولو لپاره پکار ده چې توندروه مذهبي ډلو ته په پارلماني او جمهوري نظام کې ځای ورکړل شي، خو وایي دا اندېښنه هم ورسره تړلې ده، چې هسې نه دغه سختدریځه ډلې په سیاسي میدان کې هم پر خلکو خپله نظریه ور وتپي.

رویټرز لیکي چې که څه هم په پاکستان کې د اهلِ سنت والجماعت ډلې پر فعالیتونو بندیز دی خو وایي له دې ډلې سره د تړلیو ګڼ شمېر کسانو د کاندیدۍ کاغذونه د انتخاباتو کمېشن منلي او په ټاکنو کې یې د برخې اخیستو اجازه ورکړې ده.

د اهلِ سنت والجماعت ډلې له مشهورو کسانو څخه اورنګزېب فاروقي دی، چې له کراچۍ ښاره یې د سیند صوبایي او د پاکستان مرکزي اسمبلۍ ته ځان کاندید کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG