د خېبرپښتونخوا په ۱۶ ضلعو کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی چې پکې د درې نيم ملينو نه زياتو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.
د خېبرپښتونخوا د صحت صوبايي محکمې ويلي پېښور، مردان، نوښار، بنو، کرک، ټانک، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، باجوړ، مومند، خېبر، کرمه، اورکزۍ، شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.
د صحت د محکمې چارواکو ويلي د نن څخه په پېل کړی شوي کمپاين کې به د درې نيم ملينو څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکې ورکول کيږي چې عمر يې د پينځه ؤ کالو نه کم وي.
چارواکو ويلي د پولیو ضد کمپاين دپاره ۱۴ زره ټيمون په ځای کړی شوي دوی به کور په کور ګرځي او ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.
ويل شوي د پوليو ټیمونه به د رېلوی په سټېشنو، بس اډو اود افغان کډوالو په کېمپونو کې هم موجود وي تر څو ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورسوي.
د دولتي شمېرو ترمخه پاکستان کې سږ کال (۲۰۱۸م) کې د پوليو يواځې درې پېښې مثبتې ثبت شوي او درې واړه په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي دي.
پاکستان کې تېر کال د پوليو اته پېښې رپوټ شوې او په دغه شمېره کې هم درې پېښې په بلوچستان صوبه کې ښکاره شوې وې.
د پاکستان ترڅنګ افغانستان هغه هېواد دی چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.
په افغانستان کې سږ کال د پولیو نهه مثبتې پیښې ثبت شوي، چې پکې پينځه په کندهار، دوه په کونړ، یوه په ننګرهار اووروستی پیښه هم په هلمند ولایت کې رامنځته شوې ده.