لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مستونګ د ځانمرګي برید پلانوونکی د ملګرو سره په عملیاتو کې وژل شوی


امنیتي سرچیني وایي دبلوچستان ایالت په قلات سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دمستونګ د ځانمرګي برید پلانوونکی اؤ دهغه دوه نور ملګري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلوچستان دپولیسو مشر دپاکستان دسینیټ قائمه کمیټۍ ته ویلي وؤ چې دمستونګ سیمې ځانمرګي برید کې د ککړ ځان وژونکي پیژندګلو شوې ده اؤ دهغه سره په دغه برید کې دمرسته کوونکو دوؤ نورو کسانو دنیولو دپاره هڅې روانې دي.

دجمعې په ماسپښین دپاکستان میډیا ویلي امنیتي ځواکونو په قلات سیمه کې دترهګرو په ضد چټک عملیات کړي اؤ په دغه عملیاتو کې دمستونګ دځانمرګي برید پلانوونکی د داعش کمانډر مفتي هدایت الله دخپلو نورو دوؤ ملګرو ترڅنګ وژل شوی.

امنیتي سرچینې وایي د وژل شوؤ دریواړو ترهګرو مړي نزدې روغتون ته وړل شوي خو په هغوئ کې یوازې د مفتي هدایت الله پیژندګلو شوې اؤ دهغه دوه نور ملګري تر اوسه نه دي معلوم شوي چې څوک دي؟

په ۱۴م جولایي د بلوچستان مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د یو کاندید سراج رئیساني په انتخابي غونډه یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې ۱۴۸ کسان وژل شوي اؤ‌ د ۱۵۰ څخه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید پړه ترهګرې ډلې داعش پغاړه اخستې وه.

دزیارت په ورځ دبلوچستان ایالت د پولیسو مشر محسن حسن بټ دسینیټ قائمه کمیټې ته ویلي وؤ دمستونګ په برید کې ککړ ځانمرګی حافظ نواز دپښتونخوا د ایبټ اباد سیمې استوګن ؤ‌ اؤ له دغه ځایه سندهـ‌صوبې ته تللی ؤ.

هغه ویلي‌ وؤ دځان وژونکي حافظ نواز سره دمستونګ په ځانمرګي برید کې د داعش دوؤ غړو مفتي حیدر اؤ حافظ نعیم همکاري کړې ده اؤ دهغوئ د نیولو دپاره پولیس خپلې هڅې چټک کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG