لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د انتخاباتو وخت ختم، خو له بېلابېلو سیمو د درغلیو شکایتونه شوي


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره چې د ووټ ورکولو بهیر نن سهار په اته بجې پیل شوی وو، پر شپږو بجو پای ته ورسېد، خو د هېواد له بېلابېلو برخو تر لاسه شوي خبرونه وایي، چې ګڼ شمېر خلک له ووټ اچولو پاته شول.

له بلوچستان صوبې د بېلابېلو ګوندونو کاندیدانو په انتخاباتي مرکزونو کې د درغلۍ شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې د ووټ اچولو عمل په قصدي توګه ورو ساتل شوی وو، چې له کبله یې د دوی پلویانو ونه کړای شول، چې پر وخت ووټونه واچوي.

د هېواد له بېلابېلو برخو تر لاسه شوي خبرونه وایي چې په انتخاباتي مرکزونو کې د ووټونو د شمېرلو کار پیل شوی دی او ډېر ژر به د مختلفو ځایونو د غیرحتمي نتایجو لړۍ پیل شي، خو حتمي او رسمي نتایج به د انتخاباتو کمېشن له خوا اعلانېږي.

د انتخاباتو په مهال له پنجاب صوبې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی او په دې صوبه کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېر هم مناسب ګڼل شوی، خو په سیند، بلوچستان او پښتونخوا کې نه یواځې امنیتي پېښې شوې، بلکې سیاسي ګوندونو هلته په انتخابي مرکزونو کې د درغلیو شکایتونه هم کړي دي.

د انتخاباتو په مهال په ټول پاکستان کې شاوخوا درې لکه یواویا زره ۳۷۱۰۰۰ پوځي سرتېري او شاوخوا څلورنیم لکه پولیس عسکر د امنیت لپاره ګومارل شوي وو او د سخت امنیت په حال کې انتخابات تر سره شول، خو پر دې برسېره د کوټې په مشرقي بای پاس کې یوه انتخابي مرکز ته څېرمه ځانمرګی برید وشو، چې ۳۱ کسان پکې و وژل شول او شاوخوا ۵۰ پکې ټپیان شول.

د کوټې د صوبایي اسمبلۍ د پي بي-۳۱ حلقې له انتخابي مرکز سره پر ځانمرګي برید برسېره هلته انتخابي عمل تر لنډ ځنډ وروسته بیرته پیل شو. پر دې حلقه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کاندید نصرالله خان زېري په خپل ویډیویي پیغام کې د انتخاباتو له کمېشنه غوښتنه وکړه، چې د دې حلقې په ۱۲ انتخابي مرکزونو کې دي د انتخابي عمل وځنډول شي، ځکه چې وایي خلک چاودنې وېرولي او ووټ اچولو ته نه ورځي، خو انتخابات ونه ځنډول شول.

د انتخاباتو د کمېشن په وینا نن د قومي اسمبلۍ له ۲۷۲ څوکیو څخه د ۲۷۰ څوکیو لپاره له ټول هېواد څخه ۳۴۵۹ کاندیدانو ته په میلینونو خلکو یوولسمو عامو انتخاباتو کې ووټونه ورکړل. له پنجابه ۱۶۲۳، له سینده ۸۲۴، له پښتونخوا ۷۲۵ او له بلوچستانه ۲۸۷ کسان قومي اسمبلۍ ته کاندیدان وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG