دچین شمال ختیز ښار هربن کې د یو هوټل دننه د اور لګیدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي اؤ ۱۹نور ژوبل شوي دي.
چیني چارواکي وایي د اور لګیدلو وروسته مرستندویه ډلې سن ایي لینډ ریزورټ سیمې ته رسیدلي اؤ په اور وژلو یې قابو موندلې ده.
رسنیو په دغه اور کې د ۱۸کسانو د مړینې پخلی کړی خو وایي تر دې ساعته نه ده معلومه شوې چې د اور لګیدلو علتونه څه دي.
تیرکال هم د نومبر په میاشت کې دچین پلازمینه بیجنګ کې په یو بلډنګ کې اور لګیدلی ؤ چې پکې ۱۹ کسان وژل شوي وؤ.
ددغه پېښې نه وروستو دبیجنګ ښاروالۍ دهغو خلکو په ضد د۴۰ ورځو ځانګړي عملیات کړي وؤ چې د ودانیو په جوړولو کې یې د اور څخه له ژغورل کیدلو یا اور وژنې تابیا نه وي کړي.
تر دې له مخه په کال ۲۰۱۰م کې په شنګهائي کې په یو اپارټمنټ اور لګیدلی ؤ چې پکې ۵۸ کسان مړه شوي وؤ