لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مومندو کې استازانو زده کوونکو ته د سبقونو ويلو څخه احتجاج کړی


په مومند قبايلي ضلع کې د دوه غېر دولتي سکولونو ښځې او نارينه استازان د درېو ورځو راهسې ماشومانو ته احتجاجا سبق نه وايي، دا استازان وايي تنخواګانې ورته نه ورکول کيږي ځکه دوی احتجاج کړی دی.

د مومندو په صافي او حلیمزي تحصيلونو کې دا دوه سکولونه په محمد ګټ او غلنۍ علاقو کې موقعيت لري.

د ګورنر ماډل سکول په نوم دا ښوونځي به د ايجنسۍ د پرمختيا د فنډ په پېسو چلېدل خو د څو مياشتو راهسې دغه فنډ ختم کړی شوی ځکه استازانو ته تنخواګانې نه ورکړی کيږي.

د غلنۍ د ګورنر ماډل سکول يو استاز ظهور حسن وايي، "چې مونږ ته پېسې نه مېلاويږي نو مونږ ته د کور خرڅ چلول ګران شي کنه زمونږ زړه نه غواړي چې د ماشومانو د سبقونو څخه بايکاټ وکړو ځکه چې د دوي وخت ډېر قېمتي دي".

هغه وويل دوی هم د مجبورۍ نه د احتجاج ګام پورته کړی دی.

د ياد سکول پرنسپله سلطانه افريدۍ وايي چې په سکول کې ورسره د ۴۰۰ نه زیات ماشومان سبقونه وايي.

وي او ای ډيو سره په خبرو کې هغې وويل، "د دې سکول د میاشتې ټول خرڅ اته لاکه روپۍ راځي چې پکې زیاتې پېسې په تنخواګانو کې ورکولی شي".

افريدۍ وويل چې دا په سيمه کې د ښه معيار سکولونه دي او د دې سکولونو څخه تکړه زده کوونکي د ملک ښه ښه ښونځو ته تللي دي.

خو استازانو ته د درېو میاشتو راهسې تنخواګانې نه ورکړی کيږي ځکه يې احتجاج کړی دی.

د فاټا ايجوکېشن ډايريکټر هاشم خان وايي دوی د دغو سکولونو د فنډ دپاره لګیا دي بل انتظام کوي او د مسلې هوارولو هڅه کوي.

د سکول پرنسپله وايي خوشبينه ده چې د دوی مسله به هواره شي او سبقونه به هم زر پېل کړي.

په قبايلي ضلع مومندو کې په تېرو څو کلونو کې د بدامنۍ له امله رامنځته شوؤ پېښو کې د ۱۲۰ نه زيات سکولونه ويجاړ شوي وو.

د چارواکو په وېنا په دغو سکولونو کې زياتره بيرته جوړ شوي خو د سیمې خلک وايي علاقه د تعليم په برخه کې د پخوا راهسې شاته پاتې شوې ده.

د مومندو په ځينو تحصيلونو کې ځايي خلک د سکولونو د نشتوالي ګيله کوي او ځينې بيا وايي که سکولونه چرته جوړ هم دي يا خو لرې دي او يا ورته استازان هم پوره نه دي.

د سيمې خلک د تعليم په برخه کې د ډېر کار کولو غوښتنې کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG