لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد کابل ته رسیدلی،افغان ولسمشر سره یې په سوله خبرې کړي


په افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو ته دعملي بڼې ورکولو په موخه دافغانستان په سفر کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو چارواکو سره لیدنې کړي دي.

زلمي خلیلزاد افغان چارواکو سره خبرو کې ویلي سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت دځانګړي استازي زلمي خلیل زاد لیدنه د یکشنبې په ماښام په دلګشا ماڼۍ کې شوې ده،

په دغه لیدنه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم ګډون درلود،

بیان کې ویل شوي چې دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو بحث او خبرې اترې کړي دي.

په دغه کتنه کې ولسمشر اشرف غني د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته به زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به دپاکستان وزیراعظم عمران خان،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ نورو مشرانو سره دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سوله کې دپاکستان په کردار خبرې وکړي.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، لویې شوی ،دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکایي استازي په توګه د ذمه واریو ترلاسه کولو وروسته به دا پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد لمړی رسمي سفر وي .

تر دې وړاندې دستمبر په میاشت کې زلمی خلیلزاد دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ سره داسلام اباد سفر کې دپاکستان وزیراعطم عممران،دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنې اؤ په افغان سوله خبرې کړې وې.

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان حکومت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ په پاکستان یې هم فشارونه راوړي چې طالبان باید افغان دولت سره روغې جوړې ته مجبوره کړي.

خو تیره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي واشنګټن کې یو سیمینار ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې پاکستان اوس په طالبانو دتیر په څیر نفوذ نه لري.

تیره ورځ دامریکایي پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ایل ووټل خبریالانو ته ویلي وؤ چې پاکستان اوس هم کولی شي چې مزاګراتو ته دطالبانو اماده کولو دپاره په هغوئ فشارونه واچو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG