لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دمدینې ریاست کې راته دمرګ بلا وازه خوله ولاړه ده،خو حکمران نه ښکاري"


“دمدینې په ریاست کې په کټ بې وسه پروت یم، دمرګ بلا راته وازه خوله ولاړه ده خو د ریاست حکمران مې په لوري مخ نه راګرځوي، سوال نه کووم، ددې ریاست دپاره مې دیرش کاله خدمت کړی ایا اوس په ریاست دا حق نه لرم چې ما دمرګ له کومي وژغوري”

دا د درد نه ډکه ګیله اؤ پوښتنه دپښتو ډرامو، دفلم اؤ سټیج د وتلي هنرمند ارشد حسین ده چې د تیرو څلورو کالو راهسې دکینسر په مضره ناروغۍ اخته دی اؤ اوس دې حد ته رسیدلی چې په کټ پریوتی اؤ نور فنکاران دهغه دپاره دپاکستان دحکومت اؤ شتمنو پښتنو نه د مالي مرستو په شکل کې د ژوند خیرات غواړي.

د دوشنبې په ورځ وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ارشد حسین وویل “ما هیچا ته غږ نه کولو،په چپه خوله ددې ناروغۍ سره جنګیدم، سحر به راته په روغتون کې واکسین وشول،ماذیګر به په شوټنګ کې حاضر وم،شپه اؤ ورځ،باران جړۍ،ناروغۍ اؤ تکلیف ته مې نه دي کتلي خو دیرش کاله مې په تواتر سره دخپلې ژبې اؤ کلتور خدمت کړی دی”

دخیبرپښتونخوا دمردان سیمې سره تعلق لرونکي ارشد حسین د۱۰۰ؤ نه زیاتو پښتو ډرامو کې دهیرو په توګه کار کړی اؤ ددې ترڅنګ یې ګڼ فلمونه اؤ دسټیج ډرمې هم جوړې کړي دي.

دپروډيوسر اؤ هدایتکار په توګه یې هم دخپل صلاحیت جوهر ښودلی اؤ شپږ کاله دخیبرپښتونخوا دکلتور دمحکمې د ثقافتي هلوځلو مسؤل هم پاتې شوی.

خو دتیرې څه مودې راهسې دکینسر ناروغۍ کټ ته غورځولی اؤ وایي چې نور مخې ته داسې رڼا نه ښکاري چې ګنې ریاست به هغه ته په دې سخته کې لاس ورکړي.

ارشد حسین وایي تر دې مهاله یې هیچاته سوال نه دی کړی اؤ نه به سوال وکړي خو ۴۰لکه ۱ؤ۴۲ زره روپۍ یې پخپل علاج مصرف کړې اؤ نورې پېسې ورسره نشته چې په خپل علاج یې ولګوي.

د ارشد حسین په وینا” په سخته ناروغۍ کې به مې په ډرامو کې کار کولو، په سټیج به ولاړ وم ، کلتوري هلې ځلې به مې پرمخ وړلې دوه،څلور روپۍ به مې پیدا کړې په هغې به مې خپل علاج وکړو خو ولې اوس خو دلته نه ډرامې شته اؤ نه کلتوري هلې ځلې چې زه به پکې کار وکړم،پیسې به وګټم اؤ خپل علاج به پرې وکړم”

ښاغلی ارشد حسین درې اولادونه لري چې هغوئ سبقونه وایي اؤ له هنري ګټې وټې ور په اخوا دژوند تیرولو دپاره هیڅ اثره وسیله نه لري.

وایي “ماخو چې پخپل ژوند کې څومره پیسې ګټلې وې هغه رانه پخپل علاج مصرف شوې،که له دې وروسته ماته خدایې یو نوی ژوند هم راکوي نو پوښتنه داده چې زما دبچو ژوند به څنګه تیریږي،هغوئ به سبقونه څنګه وایي ، دژوند نور ضروریات به څنګه پوره کووم؟”

هغه وایي دیرش کاله یې شپه ورځ‌ ددې خاورې اؤ خلکو دپاره خدمت کړی ،حکومت ته یې ټیکسونه ورکړي اؤ دا اوس دیو فنکار په توګه هغه پخپل ریاست حق لري چې دهغه علاج هم وکړي اؤ‌ دهغه ژوند بیرته پخپلو پښو هم ودروي.

ارشد حسین په کال ۲۰۰۸م کې تندلارو تښتولی هم ؤ هغوئ پرې دبند په مهال فشار راوړی ؤ چې دفن اؤ هنر نه لاس واخلي خو ارشد حسین وایي چې د تندلارو دقید نه له راخلاصیدو وروسته یې هم دمرګ له ویرې نه خپله خاوره پرېښې اؤ نه دخپل کلتور خدمت نه پشا شوی دی خو اوس ناروغي دهغه مخې ته خنډ شوې اؤ نه شي کولی نور دغه خدمت ته دوام ورکړي.

ښاغلی ارشد حسین وایي “دا توپیر مې ډير ځلوي چې په دې هیواد کې که خبریال ناروغه شي،علاج یې پریس کلبونه کوي،که پوځي ناروغه شي خپله محکمه یې علاج ته ولاړه وي ، داستاد، انجنئیر اؤ پائیلوټ علاج هم خپلې خپلې محکمې کوي خو یو فنکار چې ناروغه شي نو دهغه دعلاج دپاره بیا دکلتور محکمه په دوربین کې هم نه لیدل کیږي”

زیاته کړه فنکاران ډير حساس خلک وي اؤ په وړه ،وړه خبره یې خپل ضمیر وژني خو له بده مرغه دلته ددې حساسې طبقې دجذباتو سره لوبې کول یو رواج جوړ شوی اؤ دخپلو وړو، وړو ضرورتونو دپاره به هم فنکار درخواست په لاس په سرکاري دفترونو کې لوغړیږي.

هغه وویل تر دې مهاله ورسره ریاست اؤ اولس دعلاج لړ کې هیڅ مرسته نه ده کړې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG