دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي دمذهب دسپکاوي په تور تورنه اسیه بي بي دسترې محکمې په امر دبند څخه خوشې شوې خو د نظرثانۍ(سر دوباره) اپیل له امله هغه دهېواد نه بهر نه شي تللی.
خو دبشري حقونو نړیوال سازمان وایي اسیه بي بي یوه ازاده وګړې ده اؤ پاکستان دقانون له مخې یې هیڅوک له سفر نه شي منعې کولی.
خبریالانو سره خبرو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي” اسیه بي بي تراوسه هم دلته ده،دنظرثانۍ په اپیل اوریدنه روانه ده هغه څنګه کولی شي له دې ځایه لاړه شي؟”
دمذهب په سپکاوي تورنه عیسوي مذهبې میرمن اسیه بي بي تیره اوونۍ دپاکستان دسترې محکمې په امر له بنده خوشې شوې اؤ داسې اوازې خپرې شوې وې چې هغه له هیواده دباندې وتلې ده خو حکومت دغه اوازې رد کړي اؤ وایي اسیه بي بي هیواد کې دننه په یو محفوظ ځائ کې ده.
اسیه بي بي ته له دې وړاندې دمذهب په سپکاوي د مرګ سزا اورول شوې وه اؤ هغې دخپلې سزا په ضد سترې محکمې ته اپیل کړی ؤ.
دسترې محکمې لخوا دهغه دخوشې کولو په پرېکړه په ټول پاکستان کې قهرژن احتجاجونه شوي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو ختمولو دپاره حکومت د مذهبي ډلې تحریک لبیک سره تړون کړی ؤ چې که دسترې محکمې په پرېکړه دنظر ثانۍ اپیل وشي نو حکومت به یې مخه نه نیسي.
حکومت دغه مذهبي ډلې ته دا باور هم ورکړی چې ترڅو دنظرثانۍ په اپیل محکمې څه پرېکړه نه وي کړي ترهغې به اسیه بي بي له هیواده بهر تګ ته نه پریښودل کیږي اؤ نوم به یې په ایګزټ کنټرول لسټ کې اچول کیږي.
په اسیه بي بي مقدمه درج کوونکي قاري سلام دا مهال محکمه کې دنظرثانۍ اپیل کړی چې دهغې اوریدنه دوام لري.
دپاکستان دډان ورځپاڼې له مخې دقانون ارزونې دنړیوال کمیشن دقانوني څانګې صلاح کارې ریما عمر ویلي اسیه بي بي اوس له بنده ازاده ده اؤ دپاکستان دقانون له مخې هیڅوک دهغې دازادۍ مخه نه شي نیولی
دغې قانون پوهې ویلي چې د اسیه بي بي په اړوند دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر بیان د اولس د اساسي حقونو په ضد دی.
باید وویل شي د اسیه بي بي میړه عاشق مسیح ویلي چې پاکستان کې د هغه دکورنۍ ژوند خوندي نه دی اؤ بیلابیلو هیوادونو هم اسیه بي بي ته د پناه ورکولو وړاندیزونه کړي دي