لاس رسیدونکی لینک

 
دکائنات دښکلو پېغلو مسابقه کې په لمړي ځل نرښځی هم برخه اخلي
تازه خبر

دکائنات دښکلو پېغلو مسابقه کې په لمړي ځل نرښځی هم برخه اخلي


دښکلا دمقابلو په تاریخ کې په لمړي ځل د هسپانیې یو نر ښځی ددې جوګه شوی چې دکائناتو د ترټولې ښکلې پېغلې دټاکنو دپاره کېدونکې مسابقه کې برخه واخلي.

دغه نر ښځی چې اینجلا پونس نومیږي تر دې وړاندې یې د هسپانیې دښکلې پېغلې ویاړ هم ترلاسه کړی دي.

دتیرو ۶۶کلونو راهسې د کائناتو دښائسته پېغلې د ټاکنې دپاره کیدونکو مقابلو کې به مخکې یوازې هاغو پیغلو برخه اخستی شوه چې په پیدائشي توګه به جینکۍ وې خو وروسته ددغو مسابقو دپاره کړنلاره بدله شوه اؤ اوس پکې جنس بدلوونکو ته هم دګډون اجازه ورکول کیږي.

دهسپانیې ۲۷کلن نرښځي چې دمس یونیورس په نوم راجوړیدونکې دغه مسابقې ته ورننوتونکی دی نړیوالي خبري شبکې ای ایف پي ته یې ویلي” څوک دي چې تعصب اغیزمن کړي نه دي؟ څوک دي د بدو ردو سره نه مخ کیږي”

دمس یونیورس دغه مسابقه سبا(یکشنبه) دتهائي لینډ پلازمینه بنکاک کې راجوړیږي چې دګڼو هیوادونو ښکلې میرمنې پکې برخه اخلي.

ای ایف پي وایي چې اینجلا نومې دا نر ښځې دامریکې په صدر ډانلډ ټرمپ له دې امله سختې نیوکې هم کوي چې دهغه حکومت هڅه کوي دجنس دبدلون په اړوند قانون کې تغیر راولي اؤ‌ په پوځ کې د نرښځیانو دګمارل کیدو مخه ونیسي.

صدر ډانلډ ټرمپ پخپله هم واکمنۍ ته له رسیدلو وړاندې د مس یونیورس دمسابقو مالک پاتې شوی دی.

اینجلا غواړي دهاغو نرښځیانو د حقونو دپاره هم غږ پورته کړي چې دجنس له لحاظه دتوپیري چلند،تعصب اؤ تنګ نظرۍ سره مخ دي.

هغه وایي “زه یوه ښځه یم،له زیږون وړاندې هم،ځکه چې همدا زما پیژندګلو ده،دبهر خلک ماته وایي چې ماته څه کول پکار دي اؤ څه نه، زه څه یم یا څه نه یم ؟ خو په ډیرې بخښنې سره دیوې میرمنې په توګه ستا پيژندګلو ده له دې خبرې پرته چې سپین پوستې یې که تور پوستې یا نرښځی”

اینجلا پونس وایي ماشومان له کوم تعصب پرته پیدا کیږي اؤ دهغې په فکر په وړوکوالي باید هغوئ سره دهغوئ د تنوع په اړوند دخبرو دلارې دیو داسې نسل پالنه کیدلی شي چې ډیر ښه ،صر کوونکی اؤ د درناوي وړ وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG