لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیموکرېټ اکثریتي ایالتونو د ټرمپ د حکم خلاف مقدمه کړې چې د زېږون شهریت حق یې ختم کړ


د ډیموکرېټانو په مشرۍ د امریکې 22 ایالتونو د جنورۍ په 21مه د صدر ډانلډ ټرمپ د هغه تازه حکم خلاف عدالت ته درخواست کړی چې په صدارتي فرمان سره یې په هېواد کې د قانوني اسناد نه لرونکو مېشتو کډوالو د اولادونو د زېږون د شهریت حق ختم کړی دی.

په دغه درخواست کې له نورو ایالتونو سره سره د سرښار واشنګټن ډي سي او سان فرانسسکو ښاري حکومتونه هم ورسره ملګري دي او دا د ټرمپ د هغو صدارتي فرمانونو په ضد په لومړیو مقدمو کې شامل دی، چې هغه د جنورۍ په 20مه له سوګند کولو سمدستي وروسته په لومړیو ساعتونو کې لاسلیک کړل.

د امریکې آیین هغو کسانو ته د شهریت ورکولو ضمانت کوي چې په امریکا کې زېږېدلي دي او د عدالتي پرېکړو یواځې ځینې خلک ځنې مستثنی کړي لکه د بهرنیو سفارتکارانو هغو اولادونو ته شهریت نه ورکول کېږي چې په امریکا کې زېږېدلي دي.

د امریکې د آیین له مخې د دې ملک ولسمشران په یواړخیزه توګه نه شي کولای چې په آیین کې په خپل فرمان سره بدلون راولي او دا بدلون باید په کانګرس کې د لوی اکثریت قانون جوړوونکو یا په ایالتونو کې د پراخې قانون سازۍ له لارې ترسره شي.

خو صدر ټرمپ په امریکا کې د 11 میلین یا تر دې زیاتو غیرقانوني کډوالو خلاف د خپلې سختې پالیسۍ د یوې برخې په توګه د یو صدارتي فرمان په لاسلیک کولو سره خپلو ادارو ته امر وکړ چې د غیرقانوني کډوالو اولادونو ته د شهریت ورکول ودروي.

د ریپبلکن صدر له حکم سره سم د امریکې فیډرل چارواکو ته امر شوی، د فرورۍ میاشتې له 19مې په هاخوا دې په امریکا کې د هغو ماشومانو امریکایي شهریت نه مني چې میندې پلرونه یې غیرقانوني په هیواد کې اوسېږي.

د دې صدارتي فرمان له مخې په امریکا کې د زېږېدلیو ماشومانو هغه میندې پلرونه غیرقانوني ګڼل شوي چې دلته لا تر اوسه په ویزه اوسېږي او یا هغه چې د امریکې شهریان یا قانوني دایمي اوسېدونکي [ګرین کارډ لرونکي] نه دي.

د ټرمپ نوې انتظامیه په چټکۍ سره غواړي دغه ډول ټول مهاجرین بیرته خپلو هیوادونو ته ولېږي، حتی که دوی ل کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي، ټېکس یې ورکړی وي او د امریکا په ژوند کې ور ګډ شوي وي.

د ټرمپ د ایمیګرېشن ادارې چارواکي به لومړی هغه بهرني کډوال په نخښه کوي او له هېواده به یې باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او په امریکا کې په جرمونو تورن شوي دي.

د نیوجرسي اټارني جنرل یا لوی څارنوال مېتیو پلاټکین په یوه بیان کې وویل، د ټرمپ تر صدارتي فرمان سمدستي وروسته د هغه خلاف عدالتي مقدمه د ټرمپ ادارې ته یو روښانه پیغام ورکوي چې "د خپلو اوسېدونکو او د دوی د بنیادي آییني حقونو لپاره به ودریږو."

ښاغلي پلاټکین ویلي، "د ایالت اټارني جنرلان د [ټرمپ د شهریت ختمولو فرمان] غوندې غیرقانوني اقداماتو د مخنیوي لپاره تیاري کوي".

سپینې ماڼۍ سمدستي د دغو قانوني دعوو په اړه تبصره نه ده کړې، چې تر اوسه پورې درې د مېساچوسټس ایالت په بوسټن او د نیوهېمپشایر د کنکورډ ښارونو په عدالتونو کې درج شوي دي او څلورو ایالتونو په واشنګټن کې جلا مقدمه درج کړې ده.

د ډیموکرېټانو په مشرۍ ایالتونو او د وکیلانو ډلو سمدستي د ټرمپ دوه نور صدارتي فرمانونه چېلنج کړي دي، چې یو یې د حکومت د کارکردګۍ اداره جوړول دي. دا به یوغیرحکومتي مشاورتي اداره وي چې مشري به یې ارب پتي (بیلینر) او د ټرمپ ملاتړی ایلن مسک وي.

دویم یې د سرکاري ملازمینو د نوکریو د خوندیتوب کمزوري کول دي او دا به د ټرمپ انتظامیې لپاره دا اسانه کړي چې دوی له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې د ټرمپ نیزدې کسان د هغوی پر دندو وګوماري.

د میساچوسټس ایالت اټارني جنرل انډریا جوی کېمپبل وایي، که د ټرمپ د زېږون د شهریت ختمولو امر پر ځای شي نو دا به په امریکا کې هر کال تر 150,000 ډېر زېږېدونکي ماشومان د شهریت له حقه محروم کړي.

د امریکې د زېږون شهریت حق د 1860م لسیزې په لومړیو کې له کورنۍ جګړې وروسته د ملک په آیین کې په 14م تمرمیمي قانون سره شامل شو او په 1868م کې منظور شو.

په دې قانون کې لیکل شوي‌ دي، "ټول هغه کسان چې په امریکا کې زېږېدلي یا له قانوني لارې شهریان [نېچرلایزډ] شوي او د هغې د دې د عملدارۍ تابع دي، د امریکې او د هغه ایالت شهریان دي چې دوی پکې ژوند کوي."

د امریکې د مدني آزادیو د اتحاد ځینو څانګو هم په نیوهیمپشایر، مېن او میساچوسټس ایالتونو کې د کډوالو د حقونو له نورو دفاع کوونکو سره د ټرمپ د دې اقدام د مخنیوي لپاره عدالتونو ته مخ کړې ده او غواړي د زېږون شهریت حق بیرته وګټي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG