لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګل پاڼه،کرن خان،دلراج اؤ عجب ګل ۲۰۱۸م کال څنګه تیر شو؟


کال ۲۰۱۸م که چرته پخپله لمن کې دپښتنو دپاره ډير غمونه اؤ دردونه لرلي دي نو هلته یې د خوشحالیو نه هم د ډيرو خلکو لمنې ډکې کړي ،خو دا کال په هنرمندانو اؤ فنکارانو څنګه تیر شو، راځئ د هغوئ له خولې یې واورئ.

د ګل پاڼې څه وایي؟

ګل پاڼه چې د پښتو وتلې تعلیم یافته سندرغاړې ده وايي “کال ۲۰۱۸م ډير ښه تیر شو ، اؤ ډير ښه هنري کارونه پکې وشول، په دې کال کې د کوک سټوډیو نه زما دوه سندرې ریلیز شوې چې یوه پکې د زرڅانګې سره په ګډه وه (راشه ماما ځوئ دی لیونی دی) اؤ‌ بله د اردو ژبې سندره وه هوا هوا”

هغه وایي د هوا هوا په نوم اردو سندره یې په میلینونو خلکو ډیره زیاته خوښه کړې ده اؤ دا پخپله هم خوشحاله شوې ده چې د پښتو ترڅنګ یې اوس په اردو کې هم دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه پیدا کړې ده.

ګل پاڼه وایي په دې کال کې یې یو مشیپ یا د بیلابیلو سروکو نه جوړه یوه سندره بیخي زیاته کامیابه شوه اؤ په میلینونو خلکو نه یوازې وکتله بلکې هغې ته یې ددغه سندرې په کامیابۍ مبارکۍ هم ورکړې.

ګل پاڼه وایي په دې خبره هم ډيره خوشحاله ده چې تیر کال د کرکټ په ټي‌۱۰ سیالیو کې دپښتون لوبډلې برانډ ایمبیسډره پاتې شوه اؤ دغه لوبډله تر فائنل سیالیو پورې ورسیدله.

خو وایي چې تر ټولو زیاته بیا په دې خبره خوشحاله ده چې په دغه کال کې یې دخپلې خوښې لویه هنرمنده شکیله ناز له نزدې ولیدله اؤ‌ هغې سره یې راشه درشه اؤ تعلق جوړ شو.

کرن خان خفه هم،خوشحاله هم؟

ستر هنرمند کرن خان چې په پښتنه ټولنه کې یې خواص اؤ عوام یو شان د ښکلي غږ مینه وال دي هغه وایي چې کال ۲۰۱۸ ورته په هنري توګه ډيرې خوښۍ بخښلي دي خو دخپلې خاورې په بد امنۍ اؤ دپښتنو د ژوند په بد وضعیت له نورو کلونو پشان په کال۲۰۱۸م کې هم دردیدلی دی.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې کرن خان وویل تیر کال یې د اترنګ په نوم یو سندریز البم مخې ته راغلی ؤ اؤ ددغه البم هره سندره خلکو خوښه کړې ده

هغه وایي د اترنګ ترڅنګ یې د لویې اختر دپاره څو سندرې اؤ ټپې هم ریلیز کړې چې هغه په میلیونونو خلکو وکتلې اؤ خوښې یې کړې.

دکرن خان په وینا” هنرچې هرڅوک ښه اؤ معیاري کوي ، خلک یې خوښوي خو په وطن کې چې هرکله اړی ګړی وي نو بیا که مونږ یوه سندره هم ریلیز کوؤ د وطن د امن دپاره سوالونه کوو چې الله دې کومه بده پېښه مخې ته رانه وستل کړي”

هغه وایي “د وطن حال دهر چا په وړاندې دی ،بس دومره به ووایم چې خدایې دې امن اؤ سوله راولي اؤ هیله مې ده چې په نوي کال کې دپټاخې ډز هم ونه شي ځکه چې دټوقانو د ډزو نه هم ستړي یو دبارودو ډزې خو لا لویه خبره ده”

عجب ګل څه وایي ؟

د فلمونو دنړۍ ستر ستوری ښاغلی عجب ګل وایي دهغه تیرکال غوره تیر شوی دی خو په دغه کال کې یې خوشحالۍ اؤ‌خفګانونه دواړه لیدلي دي

عجب ګل زیاته کړه” ژوند دی اؤ په ژوند کې غمونه اؤ خوشحالۍ د انسان سره څنګ په څنګ روانې وي، هنرمندان هم کله خفه اؤ کله خوشحاله پاتې شي”.

ښاغلی عحب ګل وایي په کال۲۰۱۸م کې یې څلور د پښتو فلمونه ریلیز شوي اؤ خوشحاله دی چې دغه ټول فلمونه خلکو خوښ کړي خو هغه وایي نور به هم خوشحاله شي چې په راتلونکي نوي کال په ټول پښتون وطن کې امن اؤ محبتونه سیوا شي اؤ چې هرکله امن وي نو فن اؤ هنر به هم وده وکړي.

په دلراج دا کال څنګه وتلی؟

پېغله سندرغاړې دلراج وایي کال ۲۰۱۸ کې یې له شمیر وتلې سندرې ویلي دي، اؤ په دغه کال کې خفه شوې هم ده خوشحاله شوې هم ده ، خو په مجموعي توګه پکې خوشحاله پاتې شوې ده.

هغه وایي اوس چې کوم نوی کال پیل کیږي الله دې وکړي چې دا نوی کال هم دپښتنو اؤ ټولو انسانانو دپاره ځان سره ډيرې خوشحالۍ راوړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG