په پښتو ادب کې ډير لویې لویې اؤ د ژور فکر خاوندان شاعران تیر شوي دي خو په دغو شاعرانو کې ځینې پټ پاتې شوي اؤ ځینې د تکړه څیړونکو په محنت مخې ته راغلي اؤ پښتانه یې له فکرونو مستفید شوي دي.
فضل احمد غر هم یو له هغو شاعرانو دجملې څخه دی چې دمعنی اؤ مقصد ډکه لازواله شاعري یې کړې ده خو ډیره لږه شاعري یې مخې ته راغلې اؤ نوره ضائع شوې ده.
دپښتو وتلي څېړنکار ښاغلي همیش خلیل صیب ته دا ویاړ په برخه دی چې په لسګونو ورک کلاسیک شاعران یې یا خو پیدا کړي دي یا یې دهغوئ کلام دخپلو زړه چاودونکو څېړنو په نتیجه کې دپښتنو مخې ته راوړی دی.
د پښتنو شاعرانو لیکوالانو په ژوند فن دهغوئ لیکل شوي کتاب پښتانه ستوري کې همیش خلیل د فضل احمد غر پیژندګلو په لاندې ډول د پښتنو سره کړې ده.
“ابوسعید فضل احمد غر دمردان ضلعې په سره ډیرۍ نومې کلي کې د حضرت محمد عبدالله مسافر صحرائي کره په کال ۱۸۹۹م کې پیدا شو،د باغبانپورې(لاهور)د یو سکول نه یې میټرک(لسم ټولګی) وکړو،کال ۱۹۲۶ کې حیدر اباد دکن ته لاړو.تر کال ۱۹۴۹ پورې هم هلته دخپل ماما عبدالجبار خان کره ؤ”
ښاغلی همیش خلیل وړاندې لیکي” د فضل احمد غر ټول کلام په ۸۰زره شعرونو مشتمل دی،ولې هندوستان کې د کال ۱۹۴۷ د فسادونو په وجه د اور د لمبو خوراک شو،فضل احمد غر یوازې خپل ځان اؤ دشعرونو څه برخه په ډير مصیبت پاکستان ته راورسوله”
په پښتانه لیکوال نومې کتاب کې همیش خلیل زیاتوي “ویلی شي چې څه وخت اعلیحصرت غازي امان الله خان دیورپ په سفر دتللو په موقعه بمبۍ ته ورسیدو نو غر صیت دهغو په شان کې یوه قصیده وویله.
اعلیحصرت ددغه قصیدې نه دومره متاثره شو چې وئ ویل زه پښتو ژبه اؤ ادب دغر صیب په حواله کوم خپله دملک داقتصادي حالاتو دترقۍ دپاره به کوشش کوم”
دفضل احمد غر دشعرو یوه وړه غوندې مجموعه د “ګل کوهي” په نامه بمبۍ کې دافغان قونصل سردار غلام اححمد خان په مرسته خلافت پریس بمبۍ کې په ړومبي ځل چاپ شوې ده چې ورباندې په فارسۍ ژبه د “بخش من و تمهید کتاب” د سرخط لاندې مقدمه هم چاپ شوې ده.
همیش خلیل لیکي غر صیب په خپل اخر عمر خپل اشعار وسوزول اؤ چې ایره شول نو وئ ویل “دغو زه ډير بې ارامه کړی وم،اوس زه په ارام شوم”
بیا ددغه وینا نه یوه لحظه وروسته یې ساه ورکړه ،دا کال ۱۹۶۵ ؤ
دهغه دشعرونو څو نمونې په لاندې ډول دي
دا دسیند هره څپه وایي چې پاڅي
خوځول به دې دلاسو پورې باسي
په تدبیر چې د کوټې سوری بند نکړې
دا تقدیر دی چې به هاغه کوټه څاڅي
……
په پښتو خبرې مونږ ته شرم ښکاري
تر دې حده قومیت زمونږه مړ دی
خپل وطن اؤ ژبه پرې نه ږدې افغانه
چې هم دغه دقامي ترقۍ جړ دی
……
یا به خاورې په دې لاره کې وجود کړې
یا ترلاسه به افغانه خپل مقصود کړې
بې تکلیفه راحت چا نه دی موندلی
اول وکړه خپل نقصان هله به سود کړ