لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: دی به هېڅکله د دیوال په اړه له خپل دریځ څخه په شا نه شي


ټرمپ د جنورۍ په ۱۴ نېټه بزګرو ته د وینا په حال کې
ټرمپ د جنورۍ په ۱۴ نېټه بزګرو ته د وینا په حال کې

واشنګټن: که څه هم اکثره امریکایان د حکومت د جزوي تړل کېدو پړه په ولسمشر ډانلډ ټرمپ اچوي خو خپله ټرمپ یوځل بیا دغه پړه په ډیموکراټانو واچوله.

ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ بزګرو ته په خپلې وینا کې وویل: ډیموکراټان هغه کارونه نه تصویب کوي چې د امریکا د خوندي ساتلو لپاره اړین دي.

هغه وړاندې وویل، یواځې بې پیلوټه الوتکې یا ډرون او سنسرونه د پولې د امنیت لپاره کافي نه دي او زیاته یې کړه چې د اوسپنې او یا سیمټي دیوال په ترڅ کې امریکا ته د غیر قانوني کډوالو له راتګ څخه مخنیوي کېدای شي.

ډانلډ ټرمپ زیاته کړه چې دی به هېڅکله له هغو هڅو څخه په شا نه شي چې له امله یې امریکا خوندي کېږي.

د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د مکسیکو پر پوله د دیوال جوړېدو د لګښت پرسر چې له پنځه بیلینو اوړي کلک مخالفت دی چې له امله یې له نن څخه ۲۴ ورځې وړاندې د امریکا حکومت په جزوي توګه تړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG