لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د اغېز د مخنیوي لپاره په پولنډ کې د امریکا په کوربتوب غونډه روانه ده


په پولنډ کې د منځني ختیځ په اړه روانه غونډه
په پولنډ کې د منځني ختیځ په اړه روانه غونډه

واشنګټن: په فرانسه کې مېشته د ایران د مقاومت ملي شورا به د ۶۰ هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ورسا په دوه ورځني کانفرانس کې یو ځای شي.

له امریکا څخه په دغه کانفرانس کې د ولسمشر مرستیال مایک پېنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ولسمشر ټرمپ وکیل روډي جیولیاني ګډون کوي.

جیولیاني وايي:

"په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره باید په نظریاتي ډیکټاتور ایران کې بدلون راوستل شي. دا باید ډېر ژر پای ته روسېږي تر څو سوله او ثبات راشي."

ایران څو ورځې وړاندې د خپل هغه انقلاب ۴۰ کلیزه ولمانځله د کوم په پایله کې چې مذهبي مشران واک ته راغلل.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د نهې یا سې شنبې په ورځ په دغه کانفرانس کې د عربي هېوادونو په ګډون باندې ټینګار وکړ.

"هغه څه چې ددغې غونډې په اړه مهم دي هغه دا دي چې دا غونډه په پټه نه کېږي او دا داسې غونډه ده چې د مخکښو عربي هېوادونو استازي هم په کې ګډون لري کوم چې له اسرایلو سره کښیني تر څو له ایران سره د جګړې ګډې ګټې زیاتې کړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا تور لګوي چې په نورو هېوادونو باندې فشار راوړي تر څو په دغه کانفرانس کې ګډون وکړي.

محمد جواد ظریف وايي:

"دوی خپلې پيسې لګوي، له خپل اغیز نه کار اخلي او دوی پوځ کاروي. دوی له خپلو ټولو هغو امتیازونو کار اخلي چې په نورو هېوادونو کې یې لري تر څو دغه کانفرانس ته زیات خلک راولي. زیاتو خلکو چې دغه کانفرانس ته روان دي مونږ ته ویلي دي چې دوی بله لاره نه لري."

ځینې سیاسي کتونکي وايي، له واشنګټن سره د پولنډ نږدې اړیکې ښايي له نورو هېوادونو سره ددغه هېواد اړیکې په خطر کې واچوي.

د اروپايي شورا د بهرنیو اړیکو څخه پایټر بوراس وايي:

"زه داسې احساس لرم چې د ټرمپ اداره د اروپا د یوالي په اړه پروا نه لري او ښايي د یوه داسې تړون وکړي چې په اروپا کې درزونه راشي او لا پسې ژور شي."

د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو مشره فیډېریکا موغیرینې په دغې غونډه کې ګډون نه کوي خو ځینو هېوادونو دغې غونډې ته خپل استازي استولي دي.

چین، روسیه، لیبنان او فلسطینیان له دغې غونډې خپل ځانونه لېرې نیولي دي.

تهران د نهې یا سې شنبې په ورځ د واشنګټن په ورځ یوه نمره هغه مهال راخپله کړه کله چې په هېګ کې نړیوالې محکمې د ایران په پلوي رایه ورکړ او هغه دوسیه یې مخې ته یوړه چې په ترڅ کې یې په امریکا کې د ایرانیانو پانګې له کنګل څخه راوباسي.

واشنګټن هڅه وکړه ددغه کېس مخه ونیسي او وویل چې تهران د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG