دموسیقۍ د ازادۍ نړیواله ورځ دنورې نړۍ په څېر نن په خیبرپښتونخوا صوبه کې هم په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پښتانه هنرمندان اؤ څیړونکي وایي په سیمه اؤ په ځانګړي توګه پښتونخوا صوبه کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب روان بهیر تر ټولو ستر زیانونه پښتو موسیقۍ ته اړولي دي.
پېښور کې دموسیقۍ د ازادۍ د ورځې نمانځلو یوه ستره دستوره د پښتو غزل د شاهنشاه استاد خیال محمد په مشرۍ شوې چې پکې وتلو هنرمندانو،شاعرانو،لیکوالانو اؤ خبریالانو دپاکستان په ریاست غږ کړی چې باید دپښتو موسیقۍ اؤ سندرغاړو دولتي سرپرستۍ ته پاملرنه وکړي.
په نزدې وختونو کې دپښتنو په یو شمیر سیمو کې نه یوازې په ګڼ شمیر پښتانه هنرمندان اؤ سندرغاړي وژل شوي بلکې ګڼ پکې دموسیقۍ نه په لاس اخستلو اؤ دهیواد په پرېښودلو هم مجبور شوي دي.
پېښور پریس کلب کې ددغه کلب دکلچرل کمیټۍ اؤ کلچرل جرنلسټ فورم لخوا راجوړې شوې دستورې ته پخپله وینا کې وتلي لیکوال پروفیسر اباسین یوسفزي،استاد خیال محمد،استاد نظیر ګل، احمد ګل استاد،راشد خان یوسفزئ، شاهد خان اؤ نورو ویلي چې په پښتنه خاوره کې دتیرو څو لسیزو جنګونو موسیقۍ ،ادب اؤ کلتور ته درانه زیانونه اړولي دی اؤ بل لوري ته ریاست هم دکلتور اؤ ادب هغسې پالنه نه ده کړې لکه څنګه چې پکار وه.
دپښتو تکړه سندرغاړی ښاغلی بختیار خټک وایي دپښتنو په سیمه کې په بحراني صورتحال کې هم پښتو موسیقۍ ډیره وده کړې ده خو پښتانه سندرغاړي په شا دیکه شوي اؤ نه شي کولی چې دجدید دور دتقاضو سره سم د موسیقۍ نه ګټه واخلي.
دبختیار خټک وینا ده وړاندې به پښتنو سندرغاړو خپلې کیسټې ریکارډ کولې چې په هغې کې به د سازنده ؤ روزګار هم روان ، دموسیقۍ دپلورونکو دوکاندارانو اؤ دسندرغاړو هم د رزق ګټلو کار جوړ ؤ خو اوس چې دکمپیوټر دور شروع شوی نو دغه هرڅه په ټپه ودریدل.
“اوس هرڅه کمپیوټر اؤ یو ایس بي ته راغلي دي، یو هنرمند خپله یوه سندره په شل اؤ دیرش زره روپۍ ریکارډ کړي خو بیا یې ترې څوک نه اخلي ، ځکه چې اوس سندرې په انټرنیټ ریلیز کیږي اؤ پښتون فنکار دانټرنیټ نه دګټې اخستلو په چل نه پوهیږي”
بختیار خټک وایي حکومت هم د موسیقۍ د ودې دپاره لاس پښه وهي خو دجدید دور دتقاضو نه اګاهي نه لري چې څنګه سندره اؤ سندرغاړی باید ژوندی اؤ توانا وساتي.
دپښتو دغه زلمی هنرمند وایي که چرې حکومت دفن اؤ هنر سره تړلي د کمپیوټر اؤ انټرنیټ دټیګنالوجۍ نه باخبره تعلیم یافته زلمي رامخکې کړي اؤ هغوئ نه دجدید وور دتقاضو سره سمې مشورې وغواړي اؤ په هغې عمل وکړي نو پښتو موسیقي به نه یوازې د نړیوالې موسیقۍ سره سم خپل ژوند ته دوام اؤ پرمختګ ورکړی شي بلکې پښتون فنکار به هم اسوده شي.
دپښتو ستر موسیقار استاد ماس خان بیا ګیله کوي چې خلک د موسیقۍ د ازادۍ خبرې کوي خو په پښتنه خاوره کې خو یو سندرغاړي ته ژوند کول هم سخت شوي دي.
ډیوه ته استاد ماس خان وویل “زمونږ ګڼ سندرغاړي تر دې وخته حملو کې وژل شوي، ګڼ دملګ په پریښودو مجبور شوي، ددهشت ګردۍ اؤ انتها پسندۍ په وجه فنکاران په ازاد مټ دموسیقۍ محفلونو ته نه شي ورتللی”
استاد ماس خان زیاته کړه دا وخت دپښتو موسیقۍ سره تړلي ډیر مهم اؤ تکړه هنرمندان په کورونو بې روزګاره ناست دي اؤ دخپلو بچو رزق ته حیران دي.
خو وتلی هنرمند ارشد حسین چې پخپله د کلتور د ودې یو مدني فعال هم دی بیا وایي موسیقي په اصل کې دیو داسې طاقت نوم دی چې په پرمختللو ټولنو کې پرې خلک د ټولنیزو بدلونونو تحریکونه پرمخ وړي ولې له بده مرغه دلته د موسیقۍ څانګې ته هاغه هومره پاملرنه نه ده شوې څومره چې ورته اړتیا لیدل کیږي.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ارشد حسین وویل که ریاست موسیقۍ ته پاملرنه وکړي نو له دې لارې ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته هم ماتې ورکولی شي اؤ زړه پورې ټولنیز بدلونونه هم په موسیقۍ رامینځته کولی شي.