لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"اسلام برګ" په امریکا کې د مسلمانانو کلی انټرنیټ، موبایل او پوخ سړک نه لري


نیویارک ـــــ د امریکې په نیویارک ایالت کې د "اسلام برګ" په نوم کلی په 1980م کال کې ھغو مسلمانانو اباد کړی وو چې د بروکلین ښار د ستونځو نه تنګ راغلي وو او ھغوی دلته منتقل شو، د دې ځای نوم یې "اسلام برګ" کښېښودو. دلته یې ځان ته کورونه او کلی اباد کړو او اوس دلته کلیوال ژوند کوي.

د وي.او.اې ډیوہ سرہ د خبرو په وخت د "اسلام برګ" کلي یو مشر راشد حسین وويل، چې دوی په 1980م کال کې دلته را منتقل شو نو دلته څوک ھم نه وو:

"دا یو ځنګل وو، بیا ورو ورو خلکو راتګ پېل کړ او آبادي په زیاتېدو شوه. اوس په دې کلي کې خواوشا دېرش کورنۍ یعنې دوه نیم سوه (250) پورې خلک ژوند کوي چې ټول مسلمانان دي او د ھغې وجې د دې کلي نوم "اسلام برګ" یعنې (غر) کښېښودل شو".

د اسلام برګ کلي جومات.
د اسلام برګ کلي جومات.

ښاغلی حسین وایي، دوی دلته ډېر په خوشحالۍ، امن او سکون سرہ ژوند کوي او خپل وخت تېري. دلتہ جومات ھم شته چې کار پرې روان دی خو د پیسو د کمي د وجې ډېر په ورو ورو پای ته رسي. پہ جومات کې یوہ ووړ کتابتون ھم دی چې مختلف قسم کتابونه پکې لیدل کېدی شي.

دلته خواوشا کې سکول ھم شته او د دوی د کورونو هلکان او جینکۍ د تعلیم حاصلولو دپاره خپل سکول ته ځي. دلته په ټامپکن ټاون کې روغتون ھم شته، کہ چرته څوک ناروغ شي نو په دغه روغتون کې علاج کوي.

ښاغلي حسین وویل چې دوی پیر سید مبارک علي شاه ګیلاني خپل روحاني مشر او پیر ګاڼه او د ھغه په لاس یې بیعت کړی. ګیلاني صاحب د مسلم آف امریکا باني دی چې په امریکا کې د مسلمانانو او د اسلام د پوهې او ودې لپاره کوښښونه کوي.

گیلاني د پاکستان د پنجاب صوبې د سر ښار لاهور دی او په 1980م کال کې دلته په امریکا کې اباد شوی وو او د "اسلام برګ" کلي بنیاد یې ایښی وو.

د اسلام برګ کلي کتابتون.
د اسلام برګ کلي کتابتون.

ویل کیږي چې ګیلاني د امریکې د تحقیقاتي ادارو له خوا په 2000م کال کې نیول شوی وو، په ھغه باندې د مختلفو ترھگرو تنظیمونو سرہ د اړیکو تورونه ھم وو او د نوموړي خبریال ډېنیل پرل د تښتونې تورونه ھم وو خو ھغه دا ټول تورونه رد کړي دي او د دې ټولو سوالونو جوابونه یې د امریکې مختلفو تحقیقاتي ادارو ته ورکړي وو چې د ھغې نه پس ھغه خوشې کړی شو. گیلاني اوس پہ لاہور کې ژوند کوي او د ډېرې مودې راھیسې د امریکې په سفر نه دی راغلی.

راشد حسین وویل چې دوی دلته ډېر په امن سرہ ژوند کوي، خو په بېلابېلو وختونو کې په دوی باندې د حملو پلانونه هم جوړ شوي او ناکامه شوي دي، چې وایي په دې کې د امريکې د امنيتي ادارو رول د ستاينې وړ دی. وایي څه مودہ وړاندې د نیویارک پولیسو په ښار کې څو کسان له وسلو سره نیولي وو چې ھغوی په "اسلام برګ" کې د حملې پلان درلود. ھغوی پہ قید کې دي او سزاګانې ورته اورول شوې دي.

ښاغلي حسین له وي.او.اې ډیوه سرہ په خپلو خبرو کې زیاته کړہ چې په دوی دا تورونه هم لګېږي چې "اسلام برګ" د ترھګرو لپارہ د روزنې مرکز دی او دلته مشکوک سرګرمۍ روانې دي. ھغه دا خبرہ په سختۍ سرہ رد کړہ او ویې ویل، دوی په خپله د ترھگرو هدف دي او څو وارې ورباندې د بريدونو کوششونه شوي دي، وایي امنیتي چارواکي دلته ګشت کوي او د کلي او علاقې نه پوره خبر دي.

د اسلام برګ کلي کچه لاره.
د اسلام برګ کلي کچه لاره.

د "اسلام برګ" کلي تہ د داخلېدو سرہ یوه وړه امنیتي چوکۍ ده، کېمرې لگېدلې دي او ورتلونکو خلکو ته د خپلې پيژندګلو نه پس "اسلام برګ" ته د داخلېدو اجازت ورکول کېږي. دلته دوہ غټ غټ سپي ھم پہ نظر راتلل چې د چوکۍ دپاره ساتل شوي وو، یو غوا او آس ھم په پټیو کې پہ نظر راتلل.

"اسلام برګ" ته د داخلېدو په وخت د پښتونخوا د یوې پسماندہ علاقې منظرکشي کوي، لارې او کوڅې بېخي کچه دي او دوی وايي، نه غواړي چې ټاون دې دا لارې کوڅې جوړې کړي، که ھغوی دلتہ پیسې ولګوي نو بیا به ټیکسونه ډېر شي او د خلکو تگ راتگ به ھم زیات شي.

دلته د ماشومانو دپاره د لوبو میدان نه شته او د غرونو او د لویو لویو ونو په منځ کې دا کلی اباد دی، دلتہ د غرونو په منځ کې یو لښتی او د اوبو د تالاب يوه خپله ښکلا ده، دلته مېشت خلک خشاک استعمالوي او اخلی پخلی کوي، دوی د اختر او روژې میاشت ډېر په خوند لمانځي او مختلف پروگرامونه کوي۔ دلتہ د خط و کتابت او د ډاک نظام ھم شته، دلتہ بجلي شته خو انټرنیټ یا موبایل سګنل یا نیټورک کار نه کوي خو د دې هر څه باوجود دوی خپل ژوند ډېر په خوشحالۍ تېروي. د "اسلام برګ" کلي خپله شورا دہ او د هر کار اجازہ د شورا نه اخیستل کېږي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG