لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وایي پروپېګنډې پېښور کې دپولیو کمپائن په ټپو ودرولی دی


چارواکي وایي په خیبر پښتونخوا کې دپولیو دڅاڅکو په ضد پیل کړل شوې منظمې پروپیګنډې دپولیو روان مهم سخت اغیزمن کړی اؤ دمهم په دوهمه ورځ دپولیو ټيمونو ته دخلکو لخوا ګواښونه کیږي چې باید نور دغه کمپائن په مخکې یو نه سي.

د دوشنبې په ورځ په ګرد پاکستان کې دپولیو په ضد کمپائن پیل کړل شوی خو ددغه کمپائن په وړومبۍ ورځ په پېښور کې په سوونو ماشومانو هسپتالونو ته ورسول شول اؤ دعوه وشوه چې دا ماشومان دپولیو په څاڅکو ناروغه شوي دي.

خو دپېښور دلیډي ریډنګ هسپتال مشر ښاغلي ډاکټر خالد دا افواه په سختۍ سره رد کړې ده چې ګنې دپولیو په څاڅکو ماشومان ناروغه شوي اؤ ویلي یې دي هسپتال ته چې کوم ماشومان راوستل شوي په هغې کې یو هم سخت ناروغه نه دی

دخیبر پښتونخوا دبیړنیو عملیاتو دچارو مشر یا کوراډینټیر ښاغلي کامران اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې

دصحت محکمې سرچینو ویلي چې پرونۍ پروپیګنډې دپولیو په ضد روان کمپائن ته سخته ضربه رسولې ده اؤ اوس امنیتي ادارې دهاغو خلکو په ضد په ګامونو اخستلو بوختې دي چې دغه ناوړه پروپیګنده کې یې لاس لرلو.

دصحت د محکمې سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې دپولیو په ضد دا پرویګنډه پرون وروسته له هغې په ټوله صوبه کې خوره شوه چې دپېښور دماشوخیلو سیمې په یو اسکول کې د دوؤ ماشومانو د طبعیت خرابیدلو نه وروسته ددغه کلي نه په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې هیڅوک خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورنکړي اؤ چا چې خپلو ماشومانو له څاڅکي ورکړي هغوئ باید ماشومان په عاجل ډول هسپتالونو ته ورسوي.

ددغه اعلان نه وروسته بیا ددغه سیمې خلک راوپاریدل اؤ په سیمه کې یې دصحت دمحکمې یوه وداني هم ړنګه کړه اؤ دبیلابیلو سیمو نه خلکو دسوؤنو په شمیر خپل ماشومان هسپتالونو ته ورسول.

په سوشل میډيا هم د پولیو دکمپائن په ضد سخته پروپیګنډه وچلیدله اؤ حتی دهسپتال دننه په جوړه شوې په یوه ویډیو کې ولیدل شول یو تن دعوه کوي چې که خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي نه ورکوي نو پولیس یې نیسي اؤ که ورکوي یې نو بیا یې ماشومان دادی بې هوشه پراته دي اؤ بیا دغه په هسپتال کې داسکول ولاړو روغو رمټو ماشومانو وایي چې “څملئ ځانونه ناروغه کړئ”

وروسته پولیسو دپولیو کمپائن ته د زیان رسولو په تور دغه تن نیولی چې پیژندګلو یې دنظر په نوم شوې ده اؤ ویل کیږي نوموړی تن پخپله یو سرکاري ملازم هم دی.

ښاغلي کامران اپریدي وویل د پولیو په ضد د وړاندې نه ډیر عناصر فعاله وؤ خو اوس چې دا تازه کمپائن شروع شو نو دې ته په زیان رسولو کې تر ټولو زیات لاس د ځېنو شخصي اسکولونومالکانو دی.

هغه وویل تر اوسه چې د پولیو دڅاڅکو په ضد دشکونو ختمولو دپاره څومره محنت شوی ؤ اؤ‌څومره په ګرانه دخلکو د زړونو نه شکونه ویستل شوي وؤ پرونۍ پروپیګنډې په دې ټول محنت اوبه اړولې دي اؤ اوس به دصفرنه بیا محنت پیل کول وي ترڅو دخلکو د زړونو نه شکونه وویستل شي اؤ خپلو ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکي ورکړي.

دپولیو کمپائن دپاره د پېښور دکلیوالې سیمې ګل بېلې یو مشر شبیر احمد وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د پرونۍ پروپیګنډې نه وورسته په کلیو کې اعلانونه شوي چې که دپولیو ټیمونه سیمې ته راغلل نو وئ وهئ چې له دې امله دپولیو ټیمونو زنانه غړي ویریدلي اؤ اوس له ویرې دغه کمپائن دپاره بهر نه شي وتلی.

هغه وویل اوس دپولیو ضد کمپائن دموجودو ګواښونو له امله په ټپه ولاړ دی اؤ چې کله دحکومت دلوري نوی امر وشي نو دهغې مطابق به دغه کمپائن پرمخ وړل کیږي.

پاکستان کې دا د پولیو ضد څاڅکو د کال دوېم کمپاين دی چې ټاکل شوې وه د ۳۹ ملينو نه زیاتو ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

روان کال د پاکستان په ۱۲ ښارونو کې په سخا يا خچنو اوبو کې د پولیو وايرس معلوم شوي دي.

د پاکستان پېښور، لاهور، کراچۍ، لاهور، مردان، بنو، وزيرستان،حېدر اباد، قمبر او سکهر هغه ښارونه دي چې د پوليو وايرس پکې معلوم شوي دي.

پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي دي.

د پوليو پېښې په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، کراچۍ او لاهور کې رپوټ شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د پولیو په کارکوؤنکو او د دوي سره په ساتونکو امنيتي سرتېرو وژونکي بريدونه کیږي.

د روانې مياشتې په سر کې په قبايلی ضلع مومندو کې د پوليو ضد کار کوونکې نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ځايي چارواکی واجدعلي په ډزو وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG