لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين سرته رسېدلی دی، بابر بن عطا


په پاکستان کې چارواکي وايي د پولیو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين سرته رسېدلی خو د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه په کمپاين کې ۹۵ فيصده هدف نه ترلاسه شوی ځکه نور دا کمپاين ودرول شوی دی.

په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام دپاره د وزيراعظم مرستيال بابر بن عطا وايي اوسنی کمپاين د ګل د ورځې نه تر جمعې پورې ؤ او هغه پوره شوی دی.

وي او ای ډیو سره په خبرو کې هغه وويل، "ايا د پوليو مهم ۹۵ فيصده نتيجې حاصل کړي دي، که نه دي، د دې د متعين کولو دپاره عالمي اداره صحت راته ويلي چې مونږ خبر يو چې دا ۹۵ فيصده نه دی" نو چې ټاکلی هدف نه دی ترلاسه شوی بيا د کمپاين نوره لړۍ ودرول شوه چې بې ځايه تاوان نه کيږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ويلي په ملک کې د امنيتي وضعې او په پوليو ټيمونو د بريدونو پېښو ته په کتو حکومت د نامالومه وخته پورې د پوليو کمپاين وځنډولو.

بابر بن عطا په ټویټر ویلي د پوليو کمپاين په اړوند به تفصيلي بيان خپروي چې څومره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی شوي دي.

په پاکستان کې د ګل، يکشنبې په ورځ د پولیو ضد پروګرام پېل شوی او ويل شوي وو په ټول ملک کې به د ۳۹ ملينو نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

ويل شوي وو په پينځه ورځني کمپاين کې دوه لاکه ۶۰ زره ټيمونه برخه اخلي.

خو د کمپاين په وړومبۍ په ورځ د پېښور په ماشوخېلو کې ځينو کسانو ويلي ؤ چې د پوليو څاڅکو ماشومان ناروغه کړی او يو روغتون هم سوځول شوی او په سوؤنو ماشومانو روغتونونو ته بوتلو ويل شوي وو.

خو چارواکو ويلي ؤ ماشومان روغ دي او د پوليو پرضد غلطه پروپېګنډا شوې او په دغه پروپېګنډا تورن څو کسان نيول شوي هم وو.

په دغه ورځ په بنو کې د پوليو ټيم ساتونکی پوليس نامالومو وسله والو په ډزو وژلی او په دوېمه ورځ په بونېر ضلع کې د پوليو ټيم په ساتنه مامور بل پوليس په هدف کړی شوی ؤ.

او د زیارت، پنجشنبې په ورځ بيا د بلوچستان په چمن سيمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې بريد کې يوه ښځينه کار کوونکې وژل شوې او بله ژوبل شوې وه.

ځايي مطبوعاتو ادعا کړې چې د پېښور د پېښې وروسته د پوليو ضد کمپاين اغېزمن شوی او ډېری خلکو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی خو چارواکو په دغه اړوند کومه شمېره نه ده په ډاګه کړې.

په پاکستان کې د پوليو تازه کمپاين په داسې حال کې اغېزمن شوی چې په هېواد کې تراوسه پورې د پوليو اته پېښې مخې ته راغلي دي.

چارواکي وايي په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، شمالي وزيرستان ، کراچۍ او لاهور کې ماشومان پوليو وهلي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG