دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پښتانه دپاکستان خیرخواه دي خو دپښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشاره یې ویلي امنیتي ادارې ثبوتونه لري چې هیواد کې ځېنو خلکو ته دافغانستان اؤ هند داستخباراتي ادارو لخوا پیسې ورکول کیږي.
تر دې وړاندې روانه اوونۍ دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور هم ديو پریس کانفرنس په مهال دپښتون ژغورنې په غورځنګ تورونه لګولي وؤ چې دافغانستان اؤ هند لخوا ورته پیسې ورکړل شوي.
خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دپوځ اؤ حکومت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي پاکستان کې مدام هغه خلکو باندې دغدارۍ اؤ د پردیو د ایجنټۍ تورونه لګول شوي څوک چې د خپلو حقونو دپاره راولاړ شوي دي.
ملتان کې خبریالانو سره خبرو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پښتنو دافغان جګړې پرمهال ډیر تکلیفونه زغملي خو دپاکستان خیرخواهان پاتې شوي اؤ د وطن مرسته یې کړې ده.
هغه ویلي خو دپاکستان امنیتي ادارې داسې کوټلي ثبوتونه لري چې دهیواد دننه څه خلک د “را “اؤ” این ډي ایس” نه پنګې ترلاسه کوي.
په دغه موقعه دبهرنیو چارو وزیر دافغانستان په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې وویل افغانستان کې دامن تینګښت دپاکستان په ګټه دی اؤ د دواړو هیوادونو امن اؤ خوشحالي دیو بل سره تړل شوي دي خو افغانستان له ډیرې مودې د جګړې په حالت کې دی اؤ هلته به دامن په ټینګښت کې نور وخت هم لګي.
دپښتون ژغورنې د غورځنګ وتلي مشر اؤ دپارلیمان غړي ښاغلي محسن داوړ د خارجه وزیر شاه محمود قریشي په څرګندونو خپل غبرګون کې ویلي “دا ددې خلکو زړه طریقه ده چې کله ورسره دخپلو زیاتیو اؤ ظلمونو جواب نه وي نو په تورونو لګولو لاس پورې کړي”
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ ویلي “کله چې مونږ په وړومبي ځل په اسلام اباد کې پرلت مات کړی ؤ اؤ دپوځ ویاند سره هم لیدنه وکړه په هغه موقعه هم پوځي ویاند د را اؤ این ډي ایس د پنګو خبره راپورته کړې وه خو چې کله مو ترې ثبوتونه وغوښتل نو بیا یې خبره په بله واړوله”
ښاغلي داوړ وویل دې خلکو ظلمونه کړي، وژنې اؤ تښتونې یې کړي اؤ اوس چې ترې دهغې حساب غوښتل کیږي نو دځان سپینولو دپاره ورسره څه په لاس کې نشته یوازې په تورونو لګولو غواړي چې دخلکو پام بل لوري ته واړوي.
هغه وویل دا وړومبی ځل نه دی چې دوئ په پي ټي ایم دغدارۍ دغدارۍ تورونه لګولي بلکې دباچاخان اؤ عبدالصمد خان نه راواخلئ هر هغه تن یې غدار بللی چې دخپلو حقونو غوښتنه یې کړې ده.