لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"سېلګري به اوس دپښتونخوا ښکلو سیمو ته هیلي کاپټرو کې بوتلل کیږي"


دخیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې سیلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره دصوبې دسیلګرۍ سیمو ته دهیلي کاپټرو دلارې دسیلګرو رسولو پروژه پیل کوي،ترڅو دپښتونخوا ښکلې سیمې په ټوله نړۍ کې ښکاره اؤ له دغې لارې دسیلګرۍ صنعت ته وده ورکړل شي.

خو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر ښاغلی سردار حسین بابک وایي دکله نه چې دتحریک انصاف حکومت جوړ شوی،هره ورځ یوازې زړه راښکونکي اؤ رنګین اعلانونه خلکو ته کوي خو په عملي ډول د ټک کار کولو توان نه لري.

دخیبر پښتونخوا د سیلګرۍ دچارو وزیر ښاغلي عاطف خان مطبوعاتو ته ویلي چې دسیلګرۍ سیمو ته د هیلي کاپټرو د خدماتو پیل کولو په اړوند د یوې شخصي کمپنۍ سره ټولې خبرې شوي دي اؤ هیله ده راتلونکې اوونۍ به په دې اړوند په رسمي توګه یو تړون هم لاسلیک شي.

هغه ویلي په لمړي سر کې به سوات،کالام اؤ چترال ته دهیلي کاپټرو سروس یا خدمات پیل کولی شي اؤ له دې وروسته به د صوبې نورو د سیلګرۍ سیمو ته هم د هیلي کاپټرو د خدماتو لمن پراخه کړل شي.

د سیلګرۍ وزیر وویل په خیبر پښتونخوا صوبه کې ۳۲ ښکلي ډنډونه موجود دي چې دهیواد دبیلابیلو سیمو خلک یې په لیدلو کې خوښي لري اؤ اوس به دغه خلک په اسانه کولی شي چې دهیلي کاپټرو دلارې دخیبر پښتونخوا دا ښکلي ډنډونه اؤ دسیلګرۍ سیمې وویني.

هغه وویل دسیلګرۍ دغو سیمو ته به داسلام اباد اؤ لاهور نه په هیلي کاپترو کې سیګري تللی شي اؤ دبهرنیو وطنونو وګړو ته به هم د هیلي کاپټرو خدمات ورکول کیږي.

خو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر ښاغلي سردار حسین بابک دسیلګرۍ سیمو ته دهیلي کاپټرو د سروس پیل کولو اعلان یوازې دیو ساعت تیري په معنا ګرځولی اؤ ویلي یې دي دپښتونخوا حکومت هره ورځ دغسې نوي،نوي اؤ رنګین اعلانونه کوي خو په عمل کې یې تر اوسه هیڅ کار نه دی کړی.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي بابک وویل که صوبایي حکومت دسیلګرۍ د ودې په اړوند خپلو اعلانونو کې سنجیده وی نو اوس به یې دسیلګرۍ سیمو ته هغه ټولې اسانتیاوې ورکړې وې کومې چې دنورو صوبو دسیلګرۍ په سیمو کې سیلګرو ته ورکړل شوي دي.

هغه وویل په خیبر پښتونخوا صوبه کې دسیلګرۍ ګڼ مقامات شته خو دغو مقاماتو ته د رسیدلو دپاره نه خو پاخه سړکونه شته اؤ نه هلته د سیلګرو دپاتې کیدلو دپاره نورې اسانتیاوې لیدل کیږي.

سردار حسین بابک وویل “مونږ سره په سوات کې ائیرپورټ شته، په بنو کې هم ائیرپورټ لرو خو دغه هوایي اډې شاړې شوي اؤ دبې غورۍ له امله پکې درب راختلي دي، پکار ده چې دسیلګرۍ د ودې دپاره صوبایي حکومت دغه هوایي اډې یو ځل بیا فعالې کړي”

نوموړي وویل په تیرو وختونو کې دترهګرۍ اؤ دامن دبدې وضعې له امله دخیبر پښتونخوا دسیلګرۍ سیمو ته د سیلګرو دتګ امکانات لږ وؤ خو اوس چې حالات ښه شوي نو وړومبی باید حکومت د سیلګرۍ سیمې د سیلګرو د کتنې اؤ استوګنې جوګه کړي بیا دې لوړې لوړې دعوې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG