امریکې او طالبانو د خالي، شنبې په ورځ په دوحه کې خبرې پېل کړي دي. دا په داسې حال کې چې په وروستيو کې د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ویلي ؤ هيله لري د ستمبر د مياشتې نه وړاندې د افغانستان د سولې خبرو ته ورسي.
اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دوحه کې د خبرو پېل کېدو پخلی کړی چې د ماسپښين نه وروستو شوي دي.
دا اووم ځل دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړوند خبرې کيږي.
د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو سره خبرې کوي.
د تازه خبرو نه وړاندې خليلزاد او طالبانو ویلي ؤ د خبرو په راتلونکي پړاؤ کې به د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو او د طالبانو په دې باور ورکولو، چې په افغانستان کې به تندلاري نه پرېږدي چې بهر بريدونه وکړي، خبرې کيږي.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې خليلزاد ویلي ؤ د افغانستان سولې د خبرو ټول فريقېن چټک پرمختګ غواړي.
له دغې وړاندې نوموړي ويلي ؤ، چې د طالبانو سره د سولې په ټولو اړخونو د خبرو پلان لري چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونيول شي او د دې ترڅنګ د سياسي جوړ جاړي د لارې بېن الافغاني خبرې او اوربند وشي،او د افغانستان څخه د امریکايي پوځ په وتلو هم خبرې مخ په وړاندې بوځي.
خليلزاد په ټويټر ويلي ؤ، "په داسې کې چې دوي د طالبانو سره د خبرو بل پړاؤ ته ځي دا خبره مهمه ده چې دوي د سولې ټول اړخيزه معاهده وکړي نه چې يواځې د پوځ د وتلو تړون وي".
هغه په بل ټويټ کې ويلي ؤ،
"په ټول اړخيزه تړون کې څلور مهمې خبرې دي چې پکې د ترهګرۍ مخه نيول، د پوځيانو ويستل، د سياسي جوړ جاړي دپاره بېن الافغاني خبرې او جامع اوربند شامل دي. دا هغه چوکاټ دی چې طالبانو منلی دی".