لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو دمردان دپي‌ ټي ایم مهم مشر اقبال هوتي نیولی


دمردان پولیسو په دغه ضلعه کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ یو مهم مشر اقبال هوتي د ریاستي ادارو په ضد خلکو کې دکرکې خورولو په تورونو نیولی اؤ ددغه تحریک د یوشمیر نورو غړو په ضد یې هم مقدمې درج کړي دي.

د اقبال هوتي اؤ دپي‌ ټي‌ایم دشپږو نورو مشرانو په ضد دا مقدمې دجون په پینځمه نېټه دمردان ښار په تاڼه کې درج شوې وې چې پکې تورونه لګول شوي چې هغوئ‌مردان کې دیو احتجاجي لاریون په مهال د ریاست اؤ ریاستي ادارو په ضد نعرې وهلي اؤ خلکو کې یې دکرکې خورولو هڅې کړي دي.

تر دې وړاندې داګست دمیاشتې په وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتین اؤ دپي ټي ایم دیو شمیر نورو فعالینو په ضد هم مقدمې درج شوې وې اؤ ددې ترڅنګ د پي‌ ټي ایم مشران دعوه کوي چې دهغوئ ګڼ شمیر فعالین دهیواد دبیلابیلو برخو څخه نیول شوي اؤ‌ زندانونو ته اچول شوي دي.

دښاغلي اقبال هوتي اؤ پي‌‌ټی ایم دنورو فعالینو په ضد دا مقدمې د تیر وړوکي اختر په دریمه ورځ وروسته له هغې درج شوې وې چې پېښور کې دپي‌ ټي‌ایم لخوا په مات کړل شوي پرلت د پولیسو د تشدد په ضد د صوبې بیلابیلو برخو کې سخت احتجاجونه شوي وؤ.

مردان ضلعه کی د پی ٹی ایم وکیل کفایت اللہ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې هغه اؤ ملګري به یې عدالت کې د اقبال ہوتی اؤ نورو فعالینو بېګناه ثابتولو دپاره قانوني مبارزه کوي ځکه چې هغوئ هیڅ جرم نه دی کړی.

دغه وکیل ویلي چې دپاکستان ائین دهیواد وګړو ته دپرامنه احتجاج حق ورکوي اؤ هیڅوک هم دا جمهوري اؤ انساني حق له چا څخه نه شي تروړلی

د پي ټي اېم مشره فعاله ثنا اعجاز وايي دا وخت د پي ټي اېم دوه مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پشتين، عالمزېب مسيد، بلال مسيد، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید،قاضي طاهر، عبدالحۍ وزير دا ټول کسان د ملک په بېلابيلو زندانونو کې په تورونو کې بنديوان دي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ثناء اعجاز ویلي چې پي‌ ټي ایم یو پرامنه تحریک دی اؤ دائین اؤ قانون په دائره کې په دې خاوره دپښتنو دحقونو خبره کوي اؤ دهغوئ په ضد دکېدونکي ناقانونه چلند په ضد اواز پورته کوي اؤ په دې خبره که دپي‌ ټي ایم مشران اؤ فعالین نیول کیږي نو دا په پښتنو کې دخپلو حقونو په اړه محرومۍ خوروي.

له دې وړاندې په ۱۶م اګست هم په واڼه کې په منظور پشتين او نورو ملګرو يې مقدمه درج شوې وه. د هغې په غبرګون کې منظور پشتين ويلي ؤ، هغه ته پوره ياد نه دي خو ملګري يې ورته وايي چې په هغه د ۳۰ نه زياتې مقدمې درج شوي دي.

هغه زياته کړې وه دغه ډول مقدمې به يې هلې ځلې کمې نه کړي او دنيا وليدل چې ملګري يې پرامن دي د تحریک ملګري يې په شا نه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG