لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په خوله به دمنځني ختیز شخړه هواره شي؟


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کړې ده چې امریکې اؤ سعودي عرب هغه ته دایران په معامله دمنځګړتوب کولو وینا کړې ده اؤ هغه هڅه کوي چې دایران،سعودي اؤ امریکا ترمنځ دتاؤ تریخوالي ختمولو یوه غوره لاره راوباسي.

وزیراعظم عمران خان چې دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا کولو په موخه دا مهال په نیویارک کې موجود دی،تیره ورځ یې دامریکا دصدر ډانلډ ټرمپ اؤ دایران صدر حسن روحاني سره په جلا،جلا توګه لیدنې کړي دي.

نیویارک ته په سفر له روانېدو وړاندې وزیراعظم خان د سعودي عرب سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې دسعودي ولي عهند محمدبن سلمان سره لیدلي وؤ.

دنهې په ورځ نیویارک کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان دعوه کړې ده چې صدر ټرمپ له هغه څخه پوښتلي چې پاکستان دمنځني ختیز په تاؤ تریخوالي راکمولو کې څه رول ادا کولی شي؟

عمران خان ویلي وؤ هغه د صدر ټرمپ سره له خبرو وروسته په سمدستي توګه دسه شنبې په ورځ دایران صدر حسن روحاني سره لیدنه کړې اؤ هغه یې دخپل منځګړتوب په حواله دهڅو نه خبر کړی دی.

عمران خان زیاته کړې چې دسعودي ولي عهد هم ورته دایران دصدر سره دخبرو کولو وینا کړې وه اؤ اوس به هغه د معاملو ښه کولو په اړوند خپل پوره وس چار کوي.

دپاکستان وزیراعظم دایران په معامله کې دمنځګړي د رول لوبولو دا دعوه په داسې مهال کړې چې امریکا اؤ سعودي منځني ختیز کې دسیوا شوي تاؤ تریخوالي مسول ذمه وار ایران ګرځوي خو ایران دا تورونه ردوي اؤ وایي امریکا خپلو لوظونو ته ژمنه نه ده.

څېړنکار زاهد حسین وایي عمران خان که هرڅو د منځني ختیز تاؤتریخوالي ته ځان ور وړاندې کړي خو دبریالیتوب هیله ترې نه شي کیدلی.

دامریکا غږ اردو څانګې ته ښاغلي زاهد حسین ویلي “هرکله چې دامریکا انډيوالان غربي اؤ اروپائي هیوادونه په دې معامله کې څه رول نه شي ادا کولی نو دپاکستان نه څنګه باید په دې لړ کې هیلې وساتل شي؟”

هغه ویلي پاکستان یوازې د سعودي اؤ ایران تر منځ د پیغامونو رسولو کار کولی شي خو ددغو ددواړو ترمنځ دومره ستر واټنونه دي چې پاکستان ته پکې رول ترسره کول یوه پیچلې معامله ده

خو دظفر جسپال په نوم د نړیوالو چارو یو بل څېړونکي امریکا غږ ته ویلي چې امریکه،ایران اؤ سعودي درې واړه سیمه کې جګړه نه غواړي اؤ په داسې حال کې که چرته پاکستان دمنځګړي رول ادا کوي نو دا درېواړه هیوادونه یو بل ته نزدې کولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG