دپښتو ستر خوږ ژبی سندرغاړی استاد هدایت الله د ۷۹کالو په عمر د اوږدې ناروغۍ نه وروسته حق رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده نن(خالي) ماسپښین دوه بجې یې دپېښور بېرسکو سیمه کې جنازه کیږي.
استاد هدایت الله چې په کال ۱۹۴۰م کې دپېښور سره نزدې د نوښار په ډاګ بېسود سیمه کې زیږیدلی اؤ دخپل ژوند زیاته برخه یې په پېښور کې تیره کړې وه،د تیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ په کټ پروت ؤ.
دپښتو دغزل دشنهشاه په نوم مشهور ستر سندرغاړي استاد خیال محمد د استاد هدایت الله مړینه دپښتو هنر دپاره یو ستر زیان بللی اؤ ویلي یې دي دهدایت الله په مړینه پښتانه دیو داسې ستر هنري شخصیت نه محرومه شوي چې داسې شخصیات چرته په پېړیو وروسته یوه ټولنه کې په بخت پېدا کیږي.
استاد هدایت الله ته دپاکستان حکومت پخپلو غوره هنري خدمتونو صدارتي ایوارډ ورکړی ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې یو شمیر نور هم ایوارډونه اؤ جائزې هم ګټلې وې.
هغه په سوونو پښتو فلمونو له سندرې ویلي اؤ دغه سندرو یې دومره مقبولیت موندلی چې قابو څلویښت کاله وروسته هم خلکو ته یادې دي ، اوس یې هم اوري اؤ خوند ترې اخلي.
استاد هدایت الله به یوازې د فلم،ټي وي اؤ ریډیو دپاره سندرې ویلې اؤ عامو میلسونو له کله هم نه تللو.
معشوقې پرې سندرې شورو کړې
هغه چې کله زلمی ؤ نو نعتونه به یې ویل اؤ د ډیوه خبریال فاروق فراق ته یې پخپل ژوند خپله یوه مرکه کې دسندرو نړۍ ته د راتګ کیسه په دې ډول کړې وه” ما به نعتونه ویل په ګاونډ کې راسره یوه جینۍ اوسیدله ، مونږ دواړه په یو بل مئین شو ، هغې جینۍ راته ویل ستا خو داسې خوږ اواز دی سندرې وایه”
د استاد هدایت الله د وینا له مخې بیا یې ددغه پیغلې په وینا سندرې پیل کړې اؤ دومره مشهور شو چې وړومبی یې دککوړو ریکارډنګ واله کمپنۍ سندرې ریکارډ کړې، بیا ورپسې ریډيو واله راغلل اؤ چې کله ټي وي راغلو نو په ټيلي ویژن یې هم بې شمیره سندرې وویلي.
هنر یې څنګه پیل کړی ؤ؟
پخپله دغه مرکه کې استاد هدایت الله دخپل هنر د پیل کیسه داسې کړې وه وه چې “په پیښور کې به د عبدالستار شاه باچا جان په دربار کې دهرې جمعې په شپه د سماع محفلونه کیدل ،زه به هم ورته ورتلم . یوه ورځ چې مې دغلته خپل کلام وویلو نو په هغه موقعه د ریکارډنګ د یوې کمپنۍ څه کسان هم موجود وؤ هغوئ زما اواز خوښ کړو اؤ ککوړي کې یې رانه سندرې ریکارډ کړې، چې هغه ډیرې زیاتې خوښې کړی شوی اؤ بیا دا سفر شروغ شو”
وروستو چې استاد هدایت الله دپاکستان سرکاري راډیو نه پخپل غږ کې سندرې وویلې نو دومره مشهور شو چې فلمونو واله ورپسې ولګیدل اؤ په هغه یې فلمونو له سندرې ریکارډ کول شورو کړې .
دهغه فلمي سندرې اؤ بدلې خلکو ډیرې خوښې کړي ، دپښتو اولني فلم یوسف خان شیربانو کې هم د هدایت الله په اواز سندرو زیات شهرت موندلی ؤ ، په ځانګړي ډول دې سندرې چې” راشه هو راشه خوشې میدان دی”
استاد هدایت الله به یوازې د فلم،ټي وي اؤ ریډیو دپاره سندرې ویلې اؤ عامو میلسونو له کله هم نه تللو.
داستاد هدایت الله وروستی ژوند دبې کچه ستونزو اؤ تنګسیا سره مخ ؤ اؤ حتی هغه دخپل علاج پیسې هم نه لرې.
استاد خیال محمد دهدایت الله په هکله څه وایي؟
ستر هنر مند استاد خیال محمد چې دهدایت الله سره یې د ژوند ډيره موده یو ځائ په ریډيو،فلمي نړۍ اؤ ټي وي کې تیره کړې د استاد هدایت الله مړینې ډير غمژن کړی اؤ په ژړا کې وایي چې هدایت الله پښتو دپاره ډير څه کړي وؤ خو افسوس چې هغه دپاره هغه څه ونکړی شول دڅه چې ضرورت ؤ.
استاد خیال محمد وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي د هدایت الله مړینې ډیر غمژن کړی اؤ تر ټولو زیات درد ورته دې خبرې رسولی چې هغه په دې وروستیو کې ډير ناروغه ؤ خو خپلو خلکو اؤ حکومت هیر کړی ؤ.
هغه وویل” استاد هدایت الله یو ډير ستر فنګار ؤ اؤ دهغه په اواز کې الله تعالی قدرتي خواږه اېښي وؤ
داسې فنکاران ډير کم پیدا کیږي اؤ که پیدا کیږي نو هغه هم چرته په صدو وروسته په بخت پیدا کیږي، زه خو دهدایت الله صیب مرګ ډیر غټ نقصان ګڼم ، دپښتو موسیقۍ دپاره”
استاد خیال محمد وایي د هدایت الله ژوند هم ډیر پاک اؤ سپیځلی ؤ ،دهغه کردار دهغه د اواز په څیر پاک ؤ ،هیڅوک هم نه شي ثابتولی چې هدایت الله چرته په ژوند کې دچا زړه ازار کړی وي یا یې داسې یو عمل کړی وي چې دچا د زړه د ازار سوب شوی وي، بس هغه یوازې دخپل کار سره مینه لرله اؤ خپل مونځ اودس یې کولو.
د استاد هدایت څو مشهورې سندرې دلته اوریدلی شئ