واشنګټن: جمال خاشقجي د یو سعودي ټیم لخوا چې ګومان کېږي د ولیعهد محمد بن سلمان په امر استول شوی وو په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه ووژل شو او ټوټه ټوټه کړای شو.
یو کال وروسته د هغه د وژنې تلین په ګرده نړۍ کې د یو شمېر غونډو له لیارې ولمانځل شو.
په واشنګټن کې هم تېره اونۍ همداسې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د کانګرس یولسو غړو پکې ګډون درلود.
د هغه له وژنې وروسته، د امریکا کانګرس په وار وار له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره شخړه کړې او په سعودي عربستان یې د امریکا د وسلو د پلورلو مخالفت کړی.
دوی په یمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د پوځي ایتلاف لخوا د امریکايي پوځي عملیاتو ختمول هم غوښتي دي.
په کانګرس کې ډیموکراټ وکیل جېم مک ګاورن امریکا غږ ته وویل، ولسمشر ټرمپ دا ردوي چې محمد بن سلمان دې په دغې پېښه کې ښکېل وبلل شي.
"وروستۍ خبره دا ده چې مونږ باید پر هغوی وسلې و نه پلورو او ورسره پوځي مرسته و نه کړو. همدا باید غبرګون وي. تاسو په کانګرس کې د دواړو سیاسي ډلو اکثریت وینئ چې دوی ولسمشر ته داسې یوه قانوني مسوده استوي چې د ځینو ځانګړو وسلو پلورل محدودوي خو ولسمشر دا ډول مسودې ردوي."
ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي له شاهي کورنۍ سره خپل ملاتړ نه کموي.
ولسمشر ټرمپ له ریاض سره د اړیکو د نه خرابولو دلیل اقتصادي ګټې بللي او وايي چې دده لپاره د امریکا ګټې تر هر څه مخکې دي.
د امریکا د پرمختګ مرکز یا سینټر فار امېرېکن پراګرس څخه مېرمن کېلې مکسمن وايي:
" زه فکر کوم چې د بهرنیو چارو وزیر پمپیو او ولسمشر ټرمپ د سعودي په اړه خپل حسابونه کړي دي. مونږ د یو داسې سعودي عربستان په اړه غږېږو چې د یمن په جګړه کې په فعاله توګه ښکېل دی او د امریکا لخوا ورته د پيسو نږدې خالي چیکونه ورکول کېږي."
د منځني ختیځ کارپوه یاسمین فاروک امریکا غږ ته وویل، د ټرمپ لخوا د امریکا او سعودي اړیکو شخصي کېدل د خاشقجي د وژنې له مسلې سره مرسته نه کوي.
"وروستۍ انګېرنه دا ده چې د امریکا او د سعودي عربستان ترمنځ سټراټیژیکې اړیکې اوس د ولسمشر شخصي پرېکړې پورې تړلي دي."
په داسې حال کې چې سعودي عربستان سېلګرۍ او نړیوالې پانګونې ته خپله غېږه پرانیزي، فاروک وايي، د خاشقجي وژنه به د سعودي په پاچاهي باندې د ډېرو کلونو لپاره د تور ټکي په توګه پاتې شي.