لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيواله اداره وايي په پاکستان کې ۲۴ ملينه خلک د ذهني ناروغو علاج ته اړتيا لري


پېښور کې د ۲۰۱۵م د يوې چاؤدنې په مهال اخيستل شوی عکس
پېښور کې د ۲۰۱۵م د يوې چاؤدنې په مهال اخيستل شوی عکس

د صحت د نړيوالې اداره وايي په پاکستان کې ۲۴ (24) ميلينه خلک د ذهني ناروغو علاج ته اړتيا لري خو په دې هېواد کې د لکونو په شمېره کې د ناروغانو دپاره يو پوهه ډاکټر موجود دی چې درملنه يې وکړي.

نن د اکتوبر لسمه نېټه د ذهني ناروغانو د نړيوالې ورځې په توګه په پاکستان کې په داسې حال کې لمانځل کيږي چې د تيرې يو لسيزې د بدامنۍ له امله په دې هېواد کې په ملينونود ذهني ناروغو ښکار شوي دي.

په پاکستان کې په زياتو خلکو د ترهګرۍ او تشدد پېښواو بمي چاؤدنو د خلکو په ذهنونو بدې اغېزې کړي دي.

احسان الدين په کال۲۰۱۳ کې په مردان کې ترسره شوي ځانمرګي بريد عيني شاهد دی، په دغه بريد کې نزدې ۳۰ (30) کسان وژل شوي وو.

احسان وايي وايي د بريد د ليدو وروستو يي په ژوند کې ډېر بدلون راغلی دی او دومره کلونو تېرېدو وورسته اوس هم د ذهني تناؤ ښکار دی.

"مونږ په جنازه کې ولاړ وو چې (درز) اواز وشو او د انسانانو اعضا مو په هوا کې ليدل، هغه پيښه مې اوس هم نه هيريږي او چې را په ياد شي نو که خوشالي هم وي راباندې نو په غم کې بدله شي".

نورالامين هم په کال ۲۰۱۷ کې د مومندو ضلعې په غلنۍ کې ځانمرګي بريد او د ترهګرو لخوا کيدونکې ډزې او د خلکو وژل ليدلي او وايي د هغې ورځې نه را په دېخوا يي ژوند په مکمله توګه بدل شوی او د پرله پسې ذهني دباؤ ښکار دی.

" د هغه پيښې وورسته مې ذهني او بدني توان کم شوی دی، اکثر له ذهني فشار کې يم او عام روزه ګار کولو ته مې زړه نه کيږي، چې څو کسان په تېزو خبرو هم ووينم بدن مې په رپېدو شي او خولې راباندې راشي".

د پېښور حيات اباد ميډيکل روغتون د ذهني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر واجد علي وايي د ترهګرۍ د پېښو له امله په دې سيمه کې د ذهني ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

"مونږ ته داسې خلک ډير راځي چې تشدد يي ليدلې وي، بمي چاودنو کې يي د خلکو وژني ليدلي وي نو دا هر څه په ذهن کې نقش کيږي".

ډاکټران وايي که يو خوا د ذهني ناروغانو د شمېر په مقابله کې د ډاکټرانو کمی دی نو بلخوا خلک هم دا جدي ناروغي نه ګڼي او د علاج د پاره پوهه ډاکټرانو ته نه ځي.

د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ډاکټر فضل رباني وايي د تشدد د ېيښو ليدو له امله په مازغو لنډ مهاله او اوږد مهاله اثرات کيږي او د دې ذهني ناروغيو نښې ښکاره کېدو سره په سم لاسي توګه ماهره ډاکټر ته تلل پکار دي.

"بې خوبي، ډيره غوسه، تلوسه او نور بدني بدلونونه د ذهني ناروغو نښې دي".

پوهان وايي پاکستان او په خصوصي توګه د پښتنو په سيمه کې په تيره يو لسيزه کې د بمي چاودنو، هدفي وژنو،د بې کورۍ ژوند او خراب معاشي حالاتو د دې خلکو په ذهنونو ډير بد اثرات پريستلي دي او د دې نه د خلکو ژغورلو د پاره د حکومت لخوا يو کوټلې تګ لاره جوړول پکار دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG