لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: دوکانداران او کډوال د خپلو حقونو غوښتو دپاره احتجاج کوي


په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې دوکاندارانو نن د شورو، چارشنبې په ورځ احتجاجي پرلت روان کړی او وايي دوی ته د اوختي تاوان دپاره د دوی سره ژمنې شوې وې خو هغه پوره نه شوې ځکه دوی اوس په احتجاج لاس پورې کړو.

بل لور ته د شمالي وزيرستان د کډوالو کمېټۍ هم ويلي چې د راتلونکې میاشتې د لسمې نېټې څخه په میرعلي چوک په احتجاجي پرلت کښېني.

د شمالي وزيرستان دواکاندارانو نن بازارونه او مارکيټونه تړلي او د میران شاه پرېس کلب مخې ته يې پرلت وهلی دی.

دوکانداران وايي دوی د ۲۲ اکتوبر نېټه ورکړې وه چې که حکومت يې تاوان ور نه کړو نو په احتجاجي پرلت به کښېني.

د شمالي وزيرستان د دوکاندارانو د اتحاديې شېر ولي وايي د ضرب عضب عملياتو په مهال په وزيرستان کې دوکاندارانو ته د ۲۱ اربه روپو تاوان اوختی دی او د ځايي کچې نه واخله تر د جي اېچ کيو پورې د دوی دا تاوان منل شوی هم دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل يو نيم کال وړاندې کله چې دوی اسلام اباد ته لاريون کړی هغه وخت ورته حکومت او پوځ باور ورکړی او ژمنه یې ورسره کړې وه چې په ۱۵ ورځو کې دننه به دوی ته اوختی تاوان ورکړي.

خو نوموړی وايي ۱۸ میاشتې وشوې د دوي تاوان چا پوره نه کړو.

هغه وويل پرون چې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د دوکاندارانو دپاره کومې پېسې منظورې کړي هغه يواځې د ودانو دي د سامانونو په حساب دغه پېسې ۷۰ فيصده کمې دي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان د کډوالو کمېټۍ په بنو کې غونډه کړې او ويلي يې په لسم نومبر به د ميرعلي په چوک کې احتجاجي پرلت پېلوي.

د کډوالو د کمېټۍ غلام وزير وايي په افغانستان کې د پينځه زرو نه زياتو کډو سره د فرورۍ په میاشت کې ژمنه شوې وه چې بيرت به راوستلی شي خو تراوسه پورې د هغوي دپاره هيڅ قدم پورته نه کړی شو.

هغه وايي د دغو کډوالو نه علاوه د بنو په بکاخېلو او نورو علاقو کې ۱۵ زره رجسټرډ کډوال دي او د دوی د زياترو تعلق د میران شاه سره دی او په علاقه کې د دوي په کورنو سړکونه او ودانۍ جوړې شوي دي او د بيرته تګ دپاره یي هيڅ انتظام نشته.

هغه وويل کډوال نور مجبور شوي ځکه يې د احتجاجي پرلت پرېکړه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG