لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف عثمان ډار د سختو نيوکو وروسته په خپل بيان د پښتنو نه بخښنه غوښتې


د پاکستان په دولتي ټيلي ويژن په پښتنو پسې په مشاعره کې د خبرو کولو پرضد د احتجاجي مظاهرې عکس
د پاکستان په دولتي ټيلي ويژن په پښتنو پسې په مشاعره کې د خبرو کولو پرضد د احتجاجي مظاهرې عکس

د وزيراعظم عمران خان د ځوانانو د چارو مرستیال عثمان ډار د پښتنو په اړوند په خپل بيان بخښنه غوښتې او ويلي يې دي خپل الفاظ يې بيرته اخيستي دي.

عثمان ډار د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو ازادي مارچ ته د ځواب ويلو دپاره داسې مثال وړاندې کړی ؤ، " اکثره چې پښتانه په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په ۵۰ ورکړي او بيا ځي".

د ډار نه د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (اېکسپرېس) باندې پوښتنه شوې چې د ازادي مارچ د احتجاج کوونکو سره به څه کوئ، دوی ته به څه ورکوئ چې مطمئن شي او لاړ شي؟

هغه يې ځواب په دې ټکو کې ورکړی ؤ چې د مولانا د ازادي مارچ پای به هم په دې ډول کيږي لکه،

"چې پښتانه اکثره په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په اخره کې په ۵۰ روپۍ ورکړي".

په ټولنيزو رسنيو د عثمان ډار دې بيان ته سخت غبرګون ويل شوی او د پيپلز ګوند سېنېټرې روبينه خالدپرې په سېنېټ کې تحریک استحقاق هم جمع کړی ؤ.

ډار بيا په ټویټر ويلي ټول پاکستاني ورته د عزت وړ دي او هغه په ياد پروګرام کې خپلې کړې خبرې بيرته اخستي او د او د پښتنو يې پرې بخښنه غوښتې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG