لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هائیکورټ دافغان کډوالو دفعالیت محدودؤلو امر کړی،وایي بغیراجازې کاروبار هم نه شي کولی


دپېښور ایالتي محکمې یا هائیکورټ دپاکستان مرکزي اؤ دخېبر پښتونخوا صوبې حکومتونو ته امر کړی چې هیواد کې دمیشت افغان کډوالو دفعالیت ساحه باید لنډه کړي اؤ ویلي یې دي چې کډوال دلته له اجازې پرته دکاروبار کولو اجازت نه لري.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي دپېښور یو مشر وکیل محمد معظم بټ محکمې ته عریضه کړې وه چې پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو فعالیتونه باید حکومت دقانون په چوکاټ کې راولي اؤ غیرقانوني کډوال دې له هیواده وویستل شي.

په دغه عریضه د پېښور هائیکورټ دوؤ قاضیانو ښاغلیو لال جان خټک اؤ نعیم انور خپله پرېکړه اورولې اؤ ویلي یې دي هیڅوک دعریضه کوونکي ددې خبرې سره اختلاف نه شي کولی چې د کډوالو فعالیتونه دقانون په درشل کې دننه وي.

محکمې ویلي په هیڅ صورت کې افغان کدوالو ته دا اجازه نه شي ورکړل کیدای چې هغوئ هرڅه وغواړي باید وئ کړي ،هغوئ ته به دلته په یو منظم ډول دقانون په اساس خپل ژوند تیرول وي.

محکمې خپله پرېکړه کې ویلي چې کډوالو ته د اړونده چارواکو څخه له اجازې پرته د روزګار کولو اجازت هم نه شي ورکول کیدای.

هائیکورټ پخپله پرېکړه کې ویلي ددېې معاملې پرېکړه د محکمې په دصلاحیت په اساس نه شي کیدلی ځکه نو دعریضه کوونکي عریضه اړونده چارواکو ته لیږل مناسب ده ترڅو دلته دمیشتو کډوالو ژوند دقانون درشل ته راوستلو دپاره دشوني حد تک ګامونه واخستل شي اؤ پاکستاني وګړي په امنناکه توګه خپل ژوند وکړل شي.

دافغان کډوالو دژوند دقانون دائرې ته راوستلو دپاره هائیکورټ دکورنیو چارو،دفاع،بهرنیو چارو اؤ سرحدي سیمو سکتررانو اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ته لارښوونې لیږلي دي.

عریضه کوونکي معظم بټ ایډوکیټ پخپله عریضه کې محکمې ته ویلي وؤ چې په کال۱۹۷۹ کې دشوروي له جګړې وروسته په لکونو افغان کدوال پاکستان ته راغلي وؤ اؤ اوس هم له اوږدې مودې دوئ دلته پرانستې تڼۍ ګرځي چې له امله یې پاکستان کې دامن وضعه خرابېږي نو ځکه باید دا کډوال بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

سږکال دجون په میاشت کې د پاکستان حکومت رجسټرډ او کارډ لرونکو افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې کېدو موده تر يو کال پورې غځولې ده.

د کډوالو د نړیوالي اداری UNHCR تر مخه دا وخت په پاکستان کي ۱۴ لکه افغان کډوال میشته دي.

د پاکستان د سرحداتو وزیر شهریار آفریدي په تیرو ورځو کي د کډوالو نړیوالي ورځي په مناسبت یوې دستورې په مهال ویلي وو چي پاکستان غواړي افغانان په حفاظت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG