لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی


په پاکستان کې نن د ګل، دوشنبې د ورځې راهسې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی چې تر ۲۱م فرورۍ پورې به روان وي.

د پوليو ضد قومي پروګرام ترمخه د نن څخه پېل کړی شوی کمپاين به د پاکستان په هره ضلع روان وي، چارواکو په خلکو غږ کړی چې د پينځه کالو نه کم عمر والا خپلو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او د دوی راتلونکی خوندي کړي.

د پروګرام ترمخه په روان کمپاين کې به د ۳۹ اعشاريه پينځه ملينو څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

پاکستان يو د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې دی چرته چې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري. د پاکستان نه علاوه په افغانستان او نايجيريا کې د پوليو وايرس موجود دي.

په پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۱۷ پېښې رپوټ شوي چې زياتې پکې په خېبرپښتونخوا کې رپوټ شوي دي، په خېبرپښتونخوا کې د پوليو لس، په سيند صوبه کې پينځه او بلوچستان کې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي دي.

په تېر کال ۲۰۱۹م کې په پاکستان کې د پوليو ۱۴۴ پېښې رپوټ شوې دا شمېره د تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان کې د پولیو ذ پېښو تر ټولو زياته شمېره وه چې رپوټ شوې وه.

په وروستيو کې د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې مخالفه ګوندونو د تحريک انصاف په حکومت ټکونه کړي چې د پولیو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي هڅه کوي چې د پوليو مخنيوي وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG