لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده: پاکستاني پوځي جنرل شاهد عزیز له القاعده سره نیژدې اړیکې لرلې


واشنګټن ــــ القاعده ډلې د خپلې یوې سیمه ییزې څانګې له خوا په خپرېدونکې مجله کې دعوه کړې چې دوه کاله مخکې وژل شوي د پاکستاني پوځ پخواني افسر جنرل شاهد عزیز له القاعده ډلې سره نیژدې اړیکې لرلې.

د عرب نیوز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې القاعده د "نوای افغان جهاد" په نامه په اردو ژبه خپرېدونکې مجلې د فرورۍ په ګڼه کې ویلي، چې جنرل شاهد عزیز څو کاله مخکې مړ شوی دی.

شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې تر نوکرۍ وروسته په ۲۰۰۵م کال کې د جنرل پروېز مشرف د پوځي‌ واکمنۍ په مهال له خپلې دنده ریټایر شوی وو. تر ریټایر کېدو وروسته عزیز په ۲۰۱۳م کال کې یو کتاب لیکلی وو، چې پکې یې د پروېز مشرف پر پالیسیو تنقید کړی وو.

له ۲۰۱۶م کال راهیسې د جنرل شاهد عزیز د ناڅاپي ورکېدو اوازې خپرې وې چې په ۲۰۱۸م کال کې دا خبر خپور شو چې هغه په افغانستان کې وژل شوی دی، خو خپله د شاهد عزیز کورنۍ دا خبرونه رد کړي وو چې ګواکې هغه وژل شوی او ویلي یې وو چې د مذهبي تبلیغاتو په لړ کې بېل ژوند تېروي.

جنرل مشرف تېر کال پخپله یوه مرکه کې ویلي وو، د ده له معلوماتو سره سم جنرل شاهد عزیز له داعش ډلې سره په شریکه د جهاد دپاره شام ته تللی او ګومان کوي په جنګ کې وژل شوی دی، خو داسې خبرونه هم ورکول کېدل چې جنرل عزیز له داعش سره د شاملېدو لپاره افغانستان ته تللی او هلته وژل شوی دی.

افغانستان ته له تلو وړاندې جنرل عزیز ویلي وو چې ده له امریکایي پوځ سره په جوخته ملګرتیا کولو افغان طالبانو ته لوی تاوان رسولی او د خپلو همدې ګناهونو د کفارې ادا کولو لپاره جهاد ته افغانستان ته ځي خو د ده زوی ویلي وو چې هغه افریقې ته تبلیغ ته تللی دی.

د جنرل شاهد عزیز د مړینې خبر تر اوسه هیچا نه وو تایید کړی خو د القاعده ډلې سیمه ییزې څانګې (القاعده ان دي انډین سب کانټیننټ) پخپله مجله کې منلې چې هغه مړ شوی دی او وایي چې هغه د دې ډلې له غړو سره نیژدې اړیکې لرلې.

القاعده ډلې دا دعوه هم کړې چې جنرل شاهد عزیز د خپل ژوند او له القاعده سره د نیژدېکت په مهال له حقایقو ډک کتاب هم په ۲۰۱۵م کال کې د دوی د برصغیر څانګې ته لېږلی چې وایي تر اوسه په هیڅ ځای کې نه دی خپور شوی.

القاعده ډلې ویلي چې د جنرل شاهد عزیز دغه لیکلی کتاب به د "نوای افغان جهاد" په راتلونکو ګڼو کې خپرېږي چې وایي لومړۍ ژباړل شوې برخه یې د "ترهګري څه ده؟" تر سرلیک لاندې خپرېږي.

د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د 2014م کال په سپټمبر کې په یوه اوږده ویډیویي وینا کې د هندي برصغیر د القاعده څانګې (القاعده ان دي انډین سب کانټینینټ) د بنسټ اعلان کړی وو او عاصمر عمر یې د دې څانګې لومړنی قومندان نومولی وو، چې په تېر ۲۰۱۹م کال کې په هلمند کې د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې و وژل شو.

په امریکا کې مېشت د پاکستان پخوانی سفیر او د څو کتابونو لیکوال حسېن حقاني پخپل یو مضمون کې لیکلي چې د پاکستان په پوځ کې دننه سختدریځه اسلامي سوچ لرونکي افسران له لومړي سره را روان دي چې په دې برخه کې یې د جنرل جاوید ناصر، جنرل ظهیرالاسلام او جنرل حمید ګل ځانګړې یادونه کړې ده.

د پاکستاني پوځ یو بل لوړپوړی افسر بریګېډیر علي خان هم پوځ په ۲۰۱۱م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG