لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېمرا: ټیلیویژن چېنلونه دې د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه لانجمن شیان نه خپروي


واشنګټن ــــ د پاکستان د الیکټرانک مېډیا د کنټرول او څارنې مرکزي ادارې پېمرا د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د هېواد له ټولو ټیلیویژن چېنلونو غوښتي چې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه دې "غیراخلاقي شعارونو او د اعتراض وړ خبرو بېنرونو" ته ځای نه ورکوي.

په پاکستان کې هم د نورې نړۍ غوندې له ډېرو کلونو د مارچ پر 8مه د ښځو نړیواله ورځ د بېلابېلو غونډو به بڼه لمانځل کېده خو له تېرو دوو کلونو په دې ورځ د ښځو پراخ لاریونونه د ښځو د حقونو د مبارزینو او د هغوی د مخالفینو تر منځ لانجمن شوي او سږ کال تر دې ورځې وړاندې لا په پاکستان کې "عورت مارچ" پر ټولنیزو او نورو رسنیو پراخ بحثونه را پارولي دي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې پېمرا پخپله خبرپاڼه کې ویلي، د لاهور هایکورټ د مارچ پر اتمه د ښځو د لاریون "عورت مارچ" شرطیه اجازه ورکړې ده، خو وایي ځینو ټیلیویژن چېنلونو په دې تړاو اوس لا ځینې لانجمن شیان خپاره کړي دي.

پېمرا دا خبرپاڼه وروسته له هغه خپره کړې چې د مارچ پر 3مه د "نیو" په نامه د پاکستان په یوه ټیلیویژن کې د بحث په مهال د ښځو د حقونو مبارزې ماروي سرمد د ډرامه لیکوال خلیل الرحمن قمر د هغو خبرو په منځ کې- چې د "عورت مارچ" مخالفت یې کاوه- وویل چې "میرا جسم میری مرضی"، نو هغه ورته سپکې سپورې وویلې، چې په پاکستان کې یې د ښځو د حقونو د مبارزینو غصه را وپاروله.

د ښځو د لاریون په اړه په بحثونو کې د هغوی یو مشهور شعار "میرا جسم میری مرضی" [زما بدن زما خوښه] تر ټولو زیات لانجمن شوی او د ښځو د مبارزې مخالفینو ترې دا معنا اخیستې چې ګواکې ښځې د خپل بدن د هر ډول کارولو واک غواړي، خو ښځې وایي له دوی څخه دې د دوی له خوښې پرته ګټه نه اخیستل کېږي.

په پاکستان کې د عورت فاونډېشن په نامه د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکې غیرسرکاري ادارې کارکوونکې صایمه منیر وایي، د ښځو چې کومې نعرې تر اوسه مخکې راغلې دي که څوک یې مني که نه خو وایي دا په همدې ټولنه کې مخې ته راغلې دي:

"د (میرا جسم میری مرضی) نعرې مطلب صرف دا دی چې ته به له ما سره جنسي زیاتی نه کوې، تاسو وګورئ زموږ په معاشره کې دا نه کېږي، پخپله خیبرپښتونخوا کې له ماشومو جینکو سره دومره جنسي زیاتی شوی دی دا څه دي؟ موږ همدا وایو زما بدن زما خوښه معنا چې ته به د دې بدن ته لاس نه وروړې".

پېمرا پر ټیلیویژن چېنلونو ټینګار کړی، "دا حقیقت دې په یاد ولري چې د دا ډول لانجمنو شیانو خپرول د عمومي منل شویو اخلاق، مذهب، کلتوري روایاتو او د خلکو د جذباتو خلاف کار دی". پېمرا نه دي په ګوته کړي چې کوم شیان جنجالي دي خو وایي "د دا ډول ناوړه/ نامناسبه شیانو خپرول پر ټي وي چېنلونو د کتلو وړ نه دي".

د الیکټرانیک مېډیا د څارنې ادارې زیاته کړې چې دا ډول لانجمن شیان خپرول د پېمرا د 2002م کال د قانون د 20 (ایف) مادې خلاف دي چې په 2007م کال کې بدلون پکې راوستل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې او د "واک" په نامه د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي تنظیم مشره ثناء اعجاز وایي، "زما بدن زما خوښه" یواځې د ښځو یوه نعره ده خو وایي ښځې اوس هم له ډېرو حقونو محرومه دي:

"د ښځې په بنیادي حقونو کې ټولې نعرې راځي چې په هغوی کې په وړوکوالي کې د نه واده کولو، د خپلې خوښې د واده، د تعلیم، د نوکرۍ او د ژوند ټول حقونه شامل دي".

د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي حکومت هم د ښځو د لاریون په مناسبت ځینې نعرې لانجمنې ګڼلې او ویلي یې دي چاته به اجازه ور نه کړي چې ټولنه یرغماله کړي. د پنجشنبې- زیارت په ورځ د معلوماتو او نشریاتو په اړه د قومي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ غونډې ته د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري ویلي:

"د اخلاقي جرمونو مخه باید ونیول شي، د پاکستان آیین خلکو ته د اظهار د ازادۍ حق ورکوي خو په ټولنه کې بې شرمۍ او ناوړه کارونو ته اجازه نه شي ورکول کېدای".

د مارچ پر 8مه یوې خواته د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظیمونه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د "عورت مارچ" په نامه لوی لاریونونه کوي، خو بلې خواته د دې په ضد په اسلام اباد کې د اوو مذهبي تنظیمونو له خوا په هماغه ورځ ماسپښین د "حیا مارچ" په نامه لاریون اعلان شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG