په پاکستان کې د کرونا وايرس اوومه پېښه رپوټ شوې چارواکي وايي په کراچۍ کې بل تن کرونا وايرس وهلی دی.
د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا د کرونا وايرس د پېښې پخلی کړی دی.
نوموړي ويلي "اووه پېښې رپوټ شوې خو کرونا وهلی يو تن ښه شوی او د روغتون څخه کور ته لېږل شوی او بل تيار دی چې ولېږل شي".
ظفر مرزا زياته کړې "که مونږ ټول د زمه وارۍ مظاهره وکړو مونږکولی شوچې په پاکستان کې د کرونا وايرس مخه ونيسو".
په پاکستان کې چارواکي وايي د کرونا وايرس زياتې پېښې په کراچۍ او اسلام اباد کې مخې ته راغلي دي.
چارواکي د دغو ناروغانو پېژندګلو نه ښکاره کوي خو د فرورۍ په مياشت کې د کرونا وايرس له امله مخې ته د راغلو پېښو په اړه ويل شوي وو دغو کسانو د ايران سفر کړی ؤ.
د کرونا وايرس له خطره په سند صوبه کې د ۱۳مارچ پورې په تعليمي ادارو کې رخصتي هم ورکړی شوې ده.
د چين څخه نړۍ ته خواري شوي کرونا وايرس د ۱۰۰ نه زياتو هېوادونو ته رسېدلې دي د يو لاک نه زيات خلک يې اغېزمن کړي دي او د ۳۵۰۰ نه زيات يې مړه کړي دي.