لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:‌ په کوټه کې د کولې په کان کې 7 کارګر مړ‎ہ څلور ټپیان شوي


کوټه ــــ د بلوچستان مرکز ته نیژدې د ډبرو د سکرو یا کولې په یوه کان کې تازه پېښه شوې چې اووه کارکوونکي پکې مړه شوي او څور نور پکې ټپیان شوي‌دي.

د پاکستان د خواریکښو د مرکزي اتحادیې عمومي سیکریټري لالا سلطان وي او اې ډیوہ ته د پیښې پخلی کړ‎ی دی.

د ښاغلي سلطان په وینا دغه پېښه د کوټې ضلعې په ډیګاري سمیه کې د سوراب جي نامي کمپنۍ په د کولې په درنګ کې د مارچ پر 20مه د جمعې له لمانځه وروسته شوې ده.
د کوټې د لېویزو په خبرہ د پېښې وروستي جزیات تر لاسه کوي، د لېویز چارواکو په وینا د پېښې له خبرېدو سرہ یې سم مرستندویې ډلې د پېښې ځای ته استولې دي.

د ښاغلي لالا سلطان په خبرہ په پېښه کې مړ‎ہ شوو کارکوونکو کې اکثر د کوټې اوسېدونکي دي چې وایي له هزاره قوم سره تړاو لري.

ښاغلي سلطان زیاته کړ‎ہ په کان کې څلور خواریکښ لا هم بند پاته دي او وایي‌ چې د دوی د را ایستلو ھلې ځلې روانې دي او د را ایستل شوو مړ‎ي او ټپیان یې د درملنې لپارہ نيږ‎دې روغتون ته وړ‎ي. وایي د ټپيانو حالت ښه نه دی.
لالا سلطان وایي په روان 2020م کال کې تر اوسه پورې 25 خواریکښ په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې مړ‎ہ شوي دي.

ښاغلی سلطان زیاتوي چې په 2019م کې 98 او په 2018م کې 88 خواریکښو د کولې په درنګونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ‎ی.

لالا سلطان زیاته کړ‎ہ د یوہ خواریکښ د ټولې میاشتې ګټه پینځویښت زرہ پاکستانۍ روپۍ دہ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG