لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د کرونا وبا له امله خپلې هلې ځلې وځنډولې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي په ملک کې د کرونا وبا د خورېدو له امله دوی خپلې ټاکلې غونډې او نورې هلې ځنډوي.

منظور پشتين دغه اعلان د فېس بک د لارې کړی دی،

هغه ويلي"د ټولو ملګرو اتفاق راې په دې راغلې چې کرونا يو وبايي بيماري ده او د اجتماګانو د لارې دا نوره خوريږي او زمونږ پښتانه په معاشي توګه ډېرکمزوري دي، خدای دې وکړي چې د ټولې نړۍ نه دا ناروغي ختمه شي".

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د چارسدې په جلسه کې اعلان کړی ؤ چې په ۲۹ مارچ به په کوټه کې جلسه کوي.

منظور پشتين وايي چې کله هم د کرونا وايرس خطره ختمه شي خپلې هلې ځلې به بيا پېل کړي او د کوئټه جلسې ته به بله نېټه اعلان کړي.

دا چې په دې وخت کې به پي ټي اېم بيخي خاموشه پاتې شي که نه کوم ډول هلې ځلې به کوي؟ په اړه يې د غورځنګ يې يو مخکښ مشر ننګيال بيټنی وايي دوی به خپل فعاليتونه د سوشل ميډيا د لارې او د اولسي خدمت په شکل کې دوامداره ساتي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښو مخ په سېوا کېدو وروسته مرکزي او صوبايي حکومتونو رخصتۍ اعلان کړي او په عامو خلکو يي غږ کړی چې د کرونا وايرس د خطر له امله بايد خلک په کورونو کې پاتې شي او د دې وبا څخه ځانونه وژغوري.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي کرونا وايرس نړيواله وبا ده، حکومت يې مقابله نشي کولې بلکې مقابله به يي قوم د احتياط د لارې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG